-
لوړ پوړی ایراني ډیپلومات: نتانیاهو د زمانې یزید دی
Jul 06, 2025 15:48پارس ټوډې - په روسیه کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر د کربلا پیښې او د امام حسین (ع) مظلومانه شهادت ته په اشارې سره وویل: نن ورځ، له هغې پیښې څخه د پیړیو په تیریدو سره، د صهیونیسټي د رژیم لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو په څېر موږ د یزید او نورو یزیدیانو د ظهور او عروج شاهدان یو.
-
په امریکا کې د ورښتونو او سیلابونو له امله د وژل شویو شمېر ۴۸ تنو ته ورسېد
Jul 06, 2025 14:58د امریکا د ټیکساس ایالت په مرکزي سیمو کې سخت بارانونه او تر ټولو ناوړه سېلابي وضعیت رامنځته شوی، چې په بېلابېلو پېښو کې د وژل شویو کسانو شمېر ۴۸ ته رسېدلی دی.
-
تېرو ۲۴ ساعتونو کې پر غزې د اسراییلي بریدونو له امله ۷۸ فلسطینیان په شهادت رسېدلي
Jul 06, 2025 14:53غزه کې د اوربند ټینګښت لپاره له هڅو سره هممهاله، اسراییلي رژیم د غزې پر بېلا بېلو سیمو بریدونو ته دوام ورکړی.
-
ننګرهارکې سیلابونو خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وارړولي دي
Jul 06, 2025 14:40د ننګرهار اطلاعاتوا و کلتور ریاست په هغه خبرپاڼه کې چې رسنیو ته استولې د دې ولایت د طبیعي پیښو پر وړاندې چمتووالي ادارې د چارواکوله قوله لیکلي چې د تیرې شپې اورښت او راوتلو سیلابونو د دې ولایت په لعلپورې، شینوارو، مومندرې، بټي کوټ، ګوشتې او ښیوې ولسوالیو کې خلکو ته د سر او مال درانه زیانونه وراړولي دي.
-
د حسیني عاشورا په مناسبت زموږ تسلیت او تعزیت ومنئ
Jul 06, 2025 11:23نن یکشنبه د ۱۴۴۷ هجري قمري کال د محرم الحرام د میاشتې لسمه نېټه ده، چې د حسیني عاشورا او د حضرت امام حسین (ع) د شهادت له کلیزې سره سمون خوري.
-
بقایي: د ایران د ملت غوسې له امریکا سره خبرې اترې ناممکنې کړې دي
Jul 05, 2025 16:23پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل چې د صهیونیسټي رژیم او امریکا له یرغلونو وروسته د ایران د عامه افکارو غوسې، له واشنګټن سره د هر ډول خبرو اترو امکان له منځه وړی دی او ایران حق لري چې له اټومي نړیوال آژانس سره پر خپلې همکارۍ بیاکتنه وکړي.
-
د ایران د بهرنیو چارو مرستیال وزیر: امریکا په "بد نیت" سره مذاکراتو ته راغله
Jul 05, 2025 16:17پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په وروستیو میاشتو کې د ایران او امریکا ترمنځ د غیر مستقیمو خبرو اترو په اړه وویل چې تهران په ښه نیت خبرې اترې وکړې، خو واشنګټن په بد نیت سره داخل شو.
-
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د یوې څو پوړیزې ودانۍ د نړیدو پېښه کې ۱۴ تنه وژل شوي
Jul 05, 2025 15:12د را پورونو له مخې؛ د جمعې په سهار د پاکستان د کراچۍ د لیاري په بغدادي سیمه کې یوه ۵ پوړیزه ودانۍ نړېدلې، چې له امله یې تر اوسه ۱۴ کسان، چې ۳ یې ښځې او یو ماشوم دی، وژل شوي او ۹ کسان ټپیان دي.
-
د حماس اسلامي غورځنګ په غزه کې د اوربند لپاره خبرو ته چمتوالی ښودلی
Jul 05, 2025 14:38په داسې حال کې چې غزه کې د اسراییلي رژیم بریدونه دوام لري، د حماس اسلامي غورځنګ د اوربند په اړه د خبرو لپاره چمتوالی ښوولی دی.
-
امریکا پر ایران نوي بندیزونه ولګول
Jul 04, 2025 05:12پارس ټوډې - د امریکا مالیې وزارت د پنجشنبې په ورځ په سیمه ییز وخت د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د اعظمي فشار پالیسیو په دوام کې اعلان وکړ چې د ایران په اسلامي جمهوریت باندې یې نوي بندیزونه لګولي دي.