ایرانۍ نجلۍ د آسیا د هنډبال غوره ګول وهونکې وټاکل شوه
پارس ټوډې – آیدا عرب د آسیا له ۱۶ کلونو څخه کم عمره نجونو د هنډبال سیالیو د غوره ګول وهونکې لقب خپل کړ.
د پارس ټوډې د راپور له مخې؛ آیدا عرب، د ایران له ۱۶ کلونو څخه کم عمره نجونو د هنډبال لوبډلې ګول وهونکې، په قزاقستان کې د آسیا اتلولیو سیالیو په پای کې د سیالیو د غوره لوبډلې په ترکیب کې د ځای په ترلاسه کولو سره، د دغو سیالیو د غوره ګول وهونکې لقب خپل کړ.
د آسیا اتلولیو سیالیو په اوږدو کې د ایران له ۱۶ کلونو څخه کم عمره نجونو د هنډبال لوبډلې د ستورو ځلېدنه دا لامل شوه چې د ایران د لوبغاړو نومونه د سیالیو د غوره کسانو په منځ کې ولیدل شي او په پای کې آیدا عرب، د ایران د ملي لوبډلې ګول وهونکې، د خپلې اغېزمنې کړنې په وسیله د سیالیو د غوره لوبډلې په ترکیب کې ځای ونیوه او د دغو سیالیو د غوره ګول وهونکې لقب یې ترلاسه کړ.