-
په غزه کې نسل وژنه؛ اسرائیل په خپلو خیمو کې کډوال سوځوي
Dec 06, 2024 11:46په غزه کې د فلسطینیانو په خلاف د اسرائیلو د جنایتونو په دوام، د اروپا - مدیترانې د بشري حقونو څار ادارې اعلان وکړ: صهیونیسټي پوځیانو په خان یونس کې د فلسطیني کډوالو یوه ډله ژوندۍ سوځولې ده.
-
ګوترش په سوریه کې د جګړې د سمدستي بندولو غوښتنه وکړه
Dec 06, 2024 10:16د ملګرو ملتونو سرمنشي "آنتونیو ګوتریش" پرون په سوریه کې د کړکېچ پراخېدو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ټولې خواوې باید د سوریې په چارو کې د ملګروملتونو له ځانګړي استازي "ګیر پیډرسن" سره د سوریې د حاکمیت، یووالي، خپلواکۍ او بشپړتیا او د سوریې د خلکو مشروع غوښتنې پوره کولو لپاره جدي همکاري وکړي.
-
د صهیونیسټانو لخوا د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې غصب کېدلو امر شوی
Dec 06, 2024 10:01د اسرائیلو د ټلویزیون 14 چینل نن (جمعه) راپور ورکړ چې د صهیونیسټي رژیم د مالیې افراطي او سخت دریځه وزیر بزالل سموتریچ د صهیونیسټي مېشت ځایونو د پراختیا لپاره د لوېدیځې غاړې د ۲۴۰۰ هکټاره ځمکې د ضبطولو امر کړی دی.
-
د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال باید په کلکه وغندل شي
Dec 06, 2024 09:33په ملګرو ملتونو کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر او دایمي استازي امیر سعید ایرواني د امنیت شورا په ناسته کې، د غزې او د لبنان په جنګ کې د صهیونیسټي رژیم لخوا د سپینو فاسفورس استعمال یو جنګي جنایت وباله او ټینګار یې وکړ چې د صهیونیسټي رژیم دغه جنایتکارانه اقدامات باید وغندل شي.
-
اروپايي ټولنې د طبي زدهکړو په مؤسسو کې د نجونو پر زدهکړو بنديز وغانده
Dec 05, 2024 04:41اروپایي ټولنې پرون په یوه بیانیه کې د طالبانو دا پرېکړه چې په د طبي زدهکړو په مؤسسو کې یې د نجونو او ښځو پر زدهکړو بندیز لګولی دی، په کلکه وغندله او دا یې د بنسټیزو بشري حقونو یوه بله وحشتناکه سرغړونه وبلله.
-
د سوریې په حلب کې ترهګرو درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي
Dec 05, 2024 04:35په داسې حال کې چې ترهګر هڅه کوي د رسنیو په تبلیغاتو سره خپل وحشت پټ کړي، په حلب کې یې درې زره سوري وګړي اسیران کړي دي.
-
د طالبانو وروستۍ پرېکړه به د افغانستان پر روغتیايي سیسټم ناوړه اغېز وکړي
Dec 05, 2024 03:03په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوي یا یومانا ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو پرمخ د طبي انسټيټوټونو تړلو پرېکړه به په افغانستان کې د روغتیايي پاملرنې پر سیسټم او د هېواد پر پراختیا ناوړه اغېز ولري.
-
عراقچي په سوریې کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې پر ضرورت ټینګار وکړ
Dec 04, 2024 12:00د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو وزیر، په سوریې کې له ترهګرو ډلو سره د مقابلې لپاره، د سیمې د هېوادونو د همغږۍ او د نړیوالې ټولنې د سمدستي غبرګون پر ضرورت ټینګار وکړ.
-
اسرائیل او امریکا د سوریې په ناکراریو کې دخالت لري
Dec 04, 2024 09:28یوه اردني شنونکي د سوریې په شمال کې بدلونونه او ناکرارۍ د امریکا او صهیونیسټي رژیم له خوا طرحه شوی پلان وباله چې د ترکیې په ملاتړ ترسره کېږي.
-
د لبنان د پارلمان مشر د اسرائیلو له خوا د اوربند پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ
Dec 03, 2024 02:21د لبنان د پارلمان مشر په یوه بیانیه کې د صهیونیسټي رژیم له خوا د اوربند له موافقې پر پرلپسې سرغړونو اعتراض وکړ.