-
په سراوان کې له وسله والو جنایتکارانو سره نښته/ د ایران د پولیسو یو افسر په شهادت رسېدلی
Mar 16, 2024 07:28د ایران په سویل ختیځ کې د سیستان او بلوچستان ولایت د پولیسو قوماندان، له وسله والو جنایتکارانو سره په نښته کې د دغه ولایت په سراوان ښار کې د پولیسو د یوه افسر له شهادته خبر ورکړ.
-
د اسلامي نړۍ لومړۍ مسأله، د غزې او فلسطین مسئله ده
Mar 15, 2024 13:05په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب د غزې او فلسطین مسئله، د اسلامي نړۍ لومړنۍ مسئله وبلله.
-
په کندوز کې له یوه ځوانه سر پرې شوی او په فاریاب کې هم یو بل کس وژل شوی
Mar 15, 2024 09:49سرچینو پنجشنبه د کب پر ۲۴مه ویلي چې درې ورځې وړاندې د دغه ځوان مړی د افغانستان د کندوز ښار د درېیمې ناحیې په اړوند سیمه کې د نوموړي کور خواته موندل شوی دی. دا ځوان عصمتالله نومېده او تازه له ایرانه راستون شوی وو او په کندوز ښار کې یې «زرنج» چلولو.
-
ایټالیا ته نږدې ۶۰ تنه کډوال په اوبو کې ډوب شوي
Mar 15, 2024 09:30ایټالیا ته نږدې په مدیترانې سمندرګي کې پرون د یوې بېړۍ د ډوبېدو له امله، ۶۰ تنه لیبیايي پناه غوښتونکي مړه شوي.
-
د ملي مقاومت جبهې په کابل کې ۴ طالبانو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې
Mar 14, 2024 04:15د افغانستان د ملي مقاومت جبهې ادعا کړې، چې د کابل په ښار کې يې په دوو جلا - جلا پېښو کې یې یو طالب وژلی درې نور یې زخمي کړي دي.
-
قرآنکریم فلسطینیانو ته سکون او صبر ورکوي
Mar 13, 2024 11:26پارس ټوډې - فلسطیني خبریال "ربيع ابو نقیره" په انسټاګرامي پوسټ کې د جګړې له سختو شرایطو سره سره، په رفح کې د قرآنکریم د حفظ کولو لپاره د ماشومانو د هڅو ستاینه کړې ده.
-
ایران د ملګروملتونو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ویستلو غوښتنه وکړه
Mar 12, 2024 04:17د ایران د ولسمشر مرستیالې انسیه خزعلي د ملګرو ملتونو د ښځو د کمیسیون په غونډه کې، د څو لسیزو د ښځو او ماشومانو د جنسي تیریو او وژلو ته په اشارې سره، د ملګرو ملتو د ښځو له کمیسیون څخه د صهیونیسټي رژیم د ایستلو غوښتنه وکړه.
-
د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده د مسلمانانو تر منځ سوله او ورورګلوي ده
Mar 12, 2024 03:09د ایران د اسلامي جمهوریت ولسمشر د روژې د مبارکې میاشتې د رارسېدو په مناسبت د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د مبارکۍ ویلو ترڅنګ، د مسلمانانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ هڅول او دودول یې د اسلامي هېوادونو د مشرانو دنده وبلله.
-
د روژې پر لومړۍ ورځ شخړه؛ په پکتیا کې یو ځوان ووژل شو
Mar 12, 2024 02:12په پکتیا کې ځايي سرچینې وايي چې په دغه ولایت کې د روژې پر لومړۍ ورځ د دوو کورنیو ترمنځ د شخړې له امله یو ځوان ووژل شو.
-
د غزې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو لګښت ولري
Mar 10, 2024 02:50په داسې حال کې چې صهیونیسټي رژیم پر غزې د پنځو میاشتو په تېرېدو سره بیا هم خپلو بریدونو ته دوام ورکړی، د مصر ولسمشر وايي، چې د غزې تړانګې بیارغونه ممکن تر ۹۰ میلیارد ډالرو ګرانه تمامه شي.