-
د یمن عسکرو دعربستان ۳۰ ګوډاګیان هلاک کړی
Aug 15, 2019 01:01العالم ټیلی ویژن راپور ورکړ د یمن د پوځ او د ولسی ځواکونو سنیپرانو(sniper ) پرون په یو لړ عملیاتو کښې د سعودی عربستان په جنوب کښې په عسیر او جیزان کښې د سعودی عربستان دیرش(۳۰) ګوډاګیان هلاک کړل .
-
په میدان ورک کښې پینځه کسان وژل شوی
Aug 14, 2019 01:30زمونږخبریال وایی د افغانستان د میدان ورک ولایت والی وویل پرون سهار په جغتو ولسوالۍ کښې په یوه(۱) ماین د ګاډی د ختو په پیښه کښې پینځه (۵) کسان چې دیوې(۱) کورنۍ غړی دی ووژل شول او درې(۳) نور کسان ژوبل هم شول .
-
دیمن عسکرو په عربستان توغندی ویشتلی
Aug 10, 2019 01:25زمونږ خبریال وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټو نن سهار وختی د سعودی عربستان په نجران کښې د تیریګر ائتلاف د قومندنۍ په مرکز د بدر پی یو(Badr P-1.) ډوله ځایی بلاسټیک توغندی برید وکړ .
-
په کابل کښې نن بیا بم چاودنې یو کس وژلی
Aug 08, 2019 08:36زمونږخبریال وایی د کابل دپولیسو د قومندنۍ ویاند فردوس فرامرز نن سهار وویل دکابل ښار په لویدیځ کښې د «سلام» د مخابراتو دشرکت د تجارتی مشر قاسم تاج په ګاډی کښې په بم چاودنه کښې هغه ووژل شواو ساتونکی یې ژوبل شو .
-
دیمن پوځ د عربستان په عسکرو برید کړی
Aug 07, 2019 02:11زمونږخبریال وایی د یمن پوځ او ولسی کمیټیو بیګا په هیواد کښې د سعودی عربستان دائتلاف تیریو او جنایتونو ته په ځواب کښې د سعودی عربستان په جنوب کښې ددغه هیواد د ګوډاګیانو په مرکزونو توغندوی برید وکړ .
-
امریکا اوس هم ملکی وګړی وژنی
Aug 07, 2019 01:53زمونږخبریال وایی د ایران د اسلامی جمهوریت دبهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف دجاپان په هیروشیما ښار د امریکا د اټومی حملې د کلیزې په مناسبت وویل په هیروشیما له بمباریو څلوراویا (۷۴) کلونووروسته امریکا اوس هم په ملګی وګړو بریدونه کوی .
-
په افغانستان کښې زیات طالبان وژل شوی
Aug 03, 2019 10:30زمونږ خبریال وایی دافغانستان په فراه ولایت کښې دطالبانو دمرکزونو پرضد د پوځ په هوایی او ځمکنیو بریدونو کښې ددغه ډلې یوسل پنځوس (۱۵۰) غړی ووژل شول .
-
په لوګر کښې یوشمیر طالبان وژل شوی
Aug 03, 2019 08:30زمونږخبریال وایی دافغانستان په ختیځ کښې په لوګر ولایت کښې د طالبانو ډلې په مرکزونو د پوځ په حملې کښې ددغه ډلې د څو مشرانو په شمول یوشمیر وسله وال ووژل شول .
-
په هرات کښې یولس پوځیان وژل شوی دی
Aug 01, 2019 01:14تسنیم خبری اژانس وایی د افغانستان دهرات ولایتی شورا پرون وویل طالبانو په«کشک کهنه» ولسوالۍ کښې په امنیتی ځواکونو برید وکړ چې په ترڅ کښې یې یوشمیر یولس (۱۱) پوځیان مړه او یوشمیر نور ژوبل هم شول .
-
ال خلیفه خونړی ، فرعونی او طاغوتی رژیم دی
Jul 29, 2019 10:27مهر خبری اژانس وایی د بحرین د علماو شورا د ال خلیفه رژیم لخوا د دوو (۲) ځوانانو اعدام ته په غبرګون کښې دغه رژیم خونړی ، فرعونی او طاغوتی وباله .