په افغانستان کښې زیات طالبان وژل شوی
(last modified Sat, 03 Aug 2019 10:30:12 GMT )
Aug 03, 2019 15:00 Asia/Kabul
  • قندهار ولایت کښې په یوه (۱) موټر سایکل کښې په بم چاودنه کښې د دوو(۲) ماشومانو او د دوو (۲) ښځو په شمول اته(۸) ملکیان ژوبل شوي دي .
    قندهار ولایت کښې په یوه (۱) موټر سایکل کښې په بم چاودنه کښې د دوو(۲) ماشومانو او د دوو (۲) ښځو په شمول اته(۸) ملکیان ژوبل شوي دي .

زمونږ خبریال وایی دافغانستان په فراه ولایت کښې دطالبانو دمرکزونو پرضد د پوځ په هوایی او ځمکنیو بریدونو کښې ددغه ډلې یوسل پنځوس (۱۵۰) غړی ووژل شول .

د فراه ولایت د پولیسو دقومندنۍ ویاند محب الله محب  نن وویل په دغه ولایت کښې د طالبانو ډلې دمرکزونو پرضد د پوځ په هوایی او ځکمنیو حملو کښې یوسل پنځوس(۱۵۰) طالبان مړه او پنځوس (۵۰) ژوبل شوی هم دی .

د افغانستان دفاع وزارت پرون هم په فراه ولایت کښې د طالبانو د څو مشرانو د وژل کیدا خبر ورکړی وو .

بل خبر دا چې نن په قندهار ولایت کښې په یوه (۱) موټر سایکل کښې په بم چاودنه کښې د دوو(۲) ماشومانو او د دوو (۲) ښځو په شمول اته(۸) ملکیان ژوبل شوی دی .