دیمن عسکرو په عربستان توغندی ویشتلی
Aug 10, 2019 01:25 Asia/Kabul
-
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفي ویلي وو د تیریګرو پرمخ د جهنم دروازې خلاصې شوي دي .
زمونږ خبریال وایی دیمن پوځ او ولسی کمیټو نن سهار وختی د سعودی عربستان په نجران کښې د تیریګر ائتلاف د قومندنۍ په مرکز د بدر پی یو(Badr P-1.) ډوله ځایی بلاسټیک توغندی برید وکړ .
په دغه توغندوی حملې کښې د سعودی عربستان په لسګونو پوځیان او ګوډاګیان مړه یا ژوبل شوی دی .
دیمن پوځ او ولسی کمیټیو پرون هم په نجران کښې دسعودی عربستان دتیریګر ائتلاف په مرکزونو د زلزال یوډوله ځایی توغندی برید کړی وو .
دیمن دملی ژغورنې د حکومت دفاع وزارت بیګا د سعودی عربستان په جنوب کښې په جیزان کښې د سنیپرانو په عملیاتو کښې د سعودی عربستان دشپږو (۶)پوځیانو دوژلو خبر ورکړ .
د یمن دفاع وزیر محمد ناصر العاطفی هم څو ورځې مخکې ویلی وو د تیریګرو پرمخ د جهنم دروازې خلاصې شوی دی .
ټیګونه