-
لبناني رسنۍ: په سیمه کې د مقاومت ساتل یوه ستراتیژیکه اړتیا ده
Nov 23, 2025 07:42پارس ټوډې - یوې لبناني رسنۍ لیکلي: د صهیونیسټي رژیم د تاوتریخوالي او افراط شدت چې د امریکا په بشپړ ملاتړ ترسره کېږي، په سیمه کې هر ډول سیاسي حل لاره تړلې ده او په داسې حالاتو کې د مقاومت ساتل، د ملي امنیت یوه اړینه ستراتیژیکه او مهمه برخه ګرځېدلې ده.
-
د پاکستان د پنجاب صوبې د فیصل اباد د کارخانې د وژل شویو کسانو شمیر زیات شوی
Nov 22, 2025 00:35زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پنجاب صوبې په فیصل اباد سیمه کښې په یوې کارخانې کښې د ګازو د لیک کیدا په وجه یوه چاودنه رامینځته شوې ده چې له کبله یې کارخانې او ګیر چاپیر کورونه غورځیدلي دي او په ترڅ کښې یې تراوسه شل کسان وژل شوي او اوه نور ژوبل شوي هم دي.
-
د ایران پر ضد د حکامو شورا پریکړه لیک د اسنپبک ناکامۍ جبران لپاره بې اعتباره هڅه ده
Nov 21, 2025 02:51پارس ټوډې - د اټومي انرژۍ نړیوال آژانس د حکامو شورا له خوا د ایران اټومي پروګرام پر ضد د یوه پریکړه لیک له تصویب وروسته، په ویانا کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر، دا اقدام د امریکا او اروپايي تروئیکا له خوا د اسنپبک میکانیزم د ناکامۍ جبران لپاره بې اعتباره هڅه وبلله.
-
حامد کرزي یوځل بیا له طالبانو وغوښتل چې د نجونو ښوونځي او پوهنتونونه پرانیزي
Nov 21, 2025 02:48د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د ماشومانو د نړیوالې ورځې په مناسبت خپاره کړي پیغام کې له طالبانو غوښتي، چې د نجونو ښوونځیو او پوهنتونونو پرانیستو ته اجازه ورکړي.
-
ملګري ملتونه: افغانستان کې د ماشومانو راتلونکی له جدي ګواښونو سره مخ دی
Nov 21, 2025 02:42په افغانستان کې د ماشومانو لپاره د ملګروملتونو ملاتړې ادارې (یونېسف) مشر تاجالدین اویواله خبرداری ورکړی چې په دې هېواد کې د فقر د زیاتېدو، جګړو، اقلیمي بدلونونو او د اساسي خدمتونو د بودیجې، سخت کمښت له امله د ماشومانو راتلونکی له ستر ګواښ سره مخ شوی دی.
-
جنرال نائيني: د ایران د قدرت په اړه د دښمنانو محاسبې غلطې وې
Nov 21, 2025 02:40پارس ټوډې - د اسلامي انقلاب د سپاه پاسدارانو ویاند وویل: په ۱۲ ورځنۍ جګړه کې څرګنده شوه چې د ایران توغنديز قدرت ریښتینی او مخه نیوونکی دی او امریکایان پوه شول چې د ایران له بالسټیک توغندیو سره مقابله اسانه کار نه دی.
-
حزب الله: د بې وسلو کولو لپاره هر ډول هڅه، بې اغېزې او د دښمن پیاوړتیا ده
Nov 21, 2025 02:33پارس ټوډې - د لبنان په پارلمان کې د حزب الله استازي، د وروستیو بدلونونو او پر لبنان د صهیونیسټي رژیم پرله پسې بریدونو په غبرګون کې خبرداری ورکړ چې د مقاومت د بې وسلو کولو لپاره هر ډول هڅه، د دښمن پیاوړتیا ده.
-
کمال خرازي: د ایران بالسټیک توغندي د مذاکرې وړ نه دي؛ بډاینه به دوام ولري
Nov 19, 2025 08:45پارس ټوډې - د ایران د اسلامي جمهوریت د بهرنيو اړیکو د ستراتیژیکې شورا مشر ټینګار وکړ چې له امریکا سره د هر ډول خبرو اترو شرط، د برابرۍ اصل او متقابل احترام مراعاتولو پر بنسټ باید وي.
-
په نړیوال اقتصاد کې د امریکا دوه ګونی رول؛ د خبرداریو تر شا له چین څخه لوی قرض اخیستل
Nov 19, 2025 08:25پارس ټوډې - اسوشیټډ پرېس خبري اژانس د یوې نوي څېړنې پایلو له مخې لیکي: په داسې حال کې چې امریکا نورو هېوادونو ته د چین له دولتي بانکونو څخه د قرض اخیستلو خبرداری ورکوي، په ناڅاپي ډول له دې بانکونو څخه تر ټولو لوی قرض اخیستونکی شوی دی.
-
ولې د اسلام د پیغمبر ځای ناستی «همدردي» تر ټولو غوره احسان ګڼي؟
Nov 19, 2025 07:47پارس ټوډې - په ډېرو ټولنو کې، نیکي یوازې مالي مرستو یا ظاهري کارونو ته محدوده ده. خو د اسلام د پیغمبر د وصي او جانشین امام علي علیهالسلام تعلیمات، چې موږ ته نوې کړکۍ پرانیزي؛ هغه کړکۍ چې نیکي له ظاهره سطحې څخه د زړه ژورو ته بیايي.