یونیسف: زرګونه افغان ماشومان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i169244-یونیسف_زرګونه_افغان_ماشومان_لا_هم_بېړنیو_مرستو_ته_اړتیا_لري
د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.
(last modified 2026-01-06T01:02:33+00:00 )
Jan 06, 2026 05:26 Asia/Kabul
  • یونیسف: زرګونه افغان ماشومان لا هم بېړنیو مرستو ته اړتیا لري

د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق یونیسف ویلي چې تېره میاشت په افغانستان کې شاوخوا ۱.۲ میلیونه ماشومان د سختې خوارځواکۍ لپاره معاینه شوي، چې له دې ډلې نږدې ۳۳ زره ماشومانو درملنه ترلاسه کړې؛ خو لا هم ۸۵۷ زره ماشومان بېړنیو مرستو ته اړتیا لري.

یونیسف ویلي، د نوامبر په لومړیو کې د افغانستان په شمال کې شوې ۶.۳ درجې زلزلې پر زیانمنوونکو ټولنو اغېزه کړې او ورسره هممهاله د ماشومانو د غذایي وضعیت د څېړنې او درملنې پراخ کمپاین هم ترسره شوی دی.

د راپور له مخې، په همدې میاشت کې د شري واکسین د ملي کمپاین دویم پړاو بشپړ شو، چې پر مهال یې ۸.۳ مېلیونه ماشومان واکسین شول او په ټول افغانستان کې د واکسین شویو ماشومانو شمېر ۱۶.۷ مېلیونو ته ورسېد.

یونیسف له نړیوالو همکارانو د ماشومانو د روغتیا او ژغورنې لپاره د اضافي مرستو غوښتنه کړې ده.