-
د ایران په ضد د وسلو دبندیزونو پاي او ددغې بریا نتیجې او پیغامونه
Oct 18, 2020 09:44امریکا په همداوروستیو څو میاشتو کې په دوامدار ډول هڅه کړې ، دیوه پریکړه لیک په وړاندې کولو سره ، د ملګرو ملتو په امنیت شورا کې د ایران په ضد اوږمهاله وسلوال بندیز تصویب کړي ، خو بې شرمه ماته ئې خوړلې ده او د امنیت شورا له پنځلسو غړو یوازې یوه هیواد ئې له غوښتنې سره موافقه کړې او نورو درستو غړو ورسره مخالفت وکړ یا ئې ورته سپینه رایه ورکړه .
-
په ایران کې په کرونا نور ۲۵۲ ککړکسان قرباني شول
Oct 18, 2020 12:37په درستې نړۍ کې تر دې دمه په کرونا دککړو شمیر څه دپاسه څلویښت میلیون تنو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک نهه زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز په درملنې پسې کابو دیرش میلیون کسان ښه شوي هم دي .
-
د جلال اباد او څلوروولسوالیو تر مینځ ارتباطي پل په بمونووالوزول شوی
Oct 18, 2020 12:14دا پل د جلال اباد د جلال اباد ښار اودننګرهار ولایت دسره رود. خوږیاڼیو،شیرزادو او حصارک غلجایی ولسوالیو تر مینځ ارتباتي پل ګڼل کیږي .
-
باثباته او پرمختللی افغانستان د ایران همیشنۍ غوښتنه ده
Oct 18, 2020 11:41د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا... عبدا... نن سهارپه درې ورځني سفر تهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .
-
دنیا د کورونا ویروس په مقابلې کښې شکست خوړلی
Oct 18, 2020 00:40رویټرز خبري اژانس وايي د ملګروملتونو سرمنشي انټونیو ګوټریش د کورونا ویروس داسې امتحان وباله چې نړۍ یې په وړاندې ماتي خوړلي ده .
-
په ایران کې په کرونا۲۵۳نور ککړکسان قرباني شول
Oct 17, 2020 12:17میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه شپږ ویشت زرهڅلور سوه نوي تنو ته رسیدلی وئيلی دي ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو ۲۵۳کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر دیرش زره یوسل و درې ویشت تنو ته رسیدلی
-
نړیواله ټولنه باید د امریکا د اقداماتو په مقابل کښې متحده شي
Oct 17, 2020 00:58ایرنا خبري اژانس وايي د ملګروملتونو د عمومي ټولنې په دریمې (۳)کمیټۍ کښې د ایران د اسلامي جمهوریت استازي« محمد زارعیان» د کورونا ویروس د خپریدا په وخت کښې د ملګروملتونو دریځ ته د امریکا په بې پامۍ باندې د خواشینۍ په څرګندولو سره په نړیوالې ټولنې غږ وکړ د واشنګټن د یواړخیزه افت پرضد سره متحده شي .
-
په ایران کې په کرونا۲۶۵نور ککړکسان قرباني شول
Oct 16, 2020 12:23په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه نهه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون ککړ کسان هم په د رملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
-
په عراق کې د داعشي تکفیریانو له چاودیدونکو توکوډک سرنګ کشف شو
Oct 16, 2020 12:00د عراق د الحشد الشعبي ولسی مبارز ځواک دغه قوماندان ټينګار کړ ی ، دا د داعشي تکفیریانو د بمونو ،چاودیدونکو توکو او مهماتو لپاره ډير مهم سلاکوټ ؤ چې له صلاح الدین ولایته ،دیالې ولایت ته لاره لري او د عراق امنیتي ځواک دغه سرنګ په بشپړ ډول تباه کړ .
-
ملګروملتو او اروپائي اتحادئې دصهیونیسټانوښارګوټوجوړول غیرقانوني وبلل
Oct 16, 2020 11:07اروپائي اتحادیه هیڅکله هم د قدس په شمول له ۱۹۶۷کال څخه په مخکې پولو کې د بدلون رامینځةکول په رسمیّت نه پيژندي .