باثباته او پرمختللی افغانستان د ایران همیشنۍ غوښتنه ده
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i93618-باثباته_او_پرمختللی_افغانستان_د_ایران_همیشنۍ_غوښتنه_ده
د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا... عبدا... نن سهارپه درې ورځني سفر تهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Oct 18, 2020 11:41 Asia/Kabul
  • باثباته او پرمختللی افغانستان د ایران همیشنۍ غوښتنه ده

د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا... عبدا... نن سهارپه درې ورځني سفر تهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .

زمونږخبریال راپور راکړ د اسلامی ایران دخارجه وزارت ویندوي سعید خطیب زاده نن پخپل ټولنیز پیغام کې  د افغانستان دملی مصالحې د لوړې شورا له مشرعبدا..عبدا....سره د ایران دخارجه وزیر محمد جواد ظریف کتنې ته په  اشارې سره وئيلي دي،ایران  به د بین الافغاني خبرواترو سره  دمرستې لپاره  خپلې درستې هڅې وکاروي .

خطیب زاده  دغه راز پخپل دغه پیغام کې لیکلي دي،د ایران اسلامی جمهوریت  آباد، خپلواکه ،پرمختللی او باثباته  او له سولې ډک افغانستان غواړي ، چې دا د ایران یوه همیشنۍ  غوښتنه ده .

 د افغانستان د ملی مصالحې دعالي شورا مشر عبدا...عبدا...نن سهارپه درې ورځني سفرتهران ته راغلی ،څو د دوو اړخیزو اړیکو او د افغانستان د سولې د بهیر په اړه د مشورو او لارو چارو په باب د اسلامی ایران له لوړپوړو چارواکو سره لیده کاته وکړي .

 له ډاکټر عبدا.. عبدا...  سره په دغه سفر کې  یو شمیر حکومتي چارواکي ، د خارجه وزارت مسئولان او  د افغانستان دپارلیمان غړي هم ملګري دي .