په ایران کې په کرونا۲۶۵نور ککړکسان قرباني شول
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تر دې دمه څه دپاسه نهه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون ککړ کسان هم په د رملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي .
زمونږ خبریال راپور راکړ د ایران د روغتیائی چارو وزارت ویندوئې میرمن سیما سادات لاري نن په هیواد کې په کرونا ویروس د ککړو کسانو دوروستي شمیر په اعلانولو سره وئيلي دي، د تشخیص د نړیوالو معیارونو په اساس په تیرو ۲۴ساعتونو کې ، په ایران کې په کوویډ-۱۹ډوله ناروغۍ ککړ نور څلور زره پنځه سوه پنځه ویشت تنه پيژندل شوي چې له دوي کابو دوه زره شپاړس ککړ کسان په روغتونونو کې بستري شوي دي .
میرمن لاري ددې خبرې په کولو سره چې په ایران کې په کرونا دککړو کسانو شمیر پنځه لکه دوویشت زره درې سوه نوي تنو ته رسیدلی وئيلی دي ، له بده مرغه په تیر شواروز کې په کروناویروس ککړو ۲۶۵کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی چې له دوي سره په ایران کې د کرونائي قربانیانو شمیر نهه ویشت زره اته سوه اویا تنو ته رسیدلی او همداراز تر دې د مه په ایران کې په درملنې پسې کابو څلور لکه یویشت زره ککړ کسان ښه شوي هم دي .
په نړۍ کې په کرونا ویروس دککړو کسانو شمیر تردې دمه څه دپاسه نهه دیرش میلیونو ته رسیدلی چې له دوي کابو یو میلیون یو لک پنځلس زره کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی او دغه راز کابو نهه ویشت میلیون ککړ کسان هم په درملنې پسې ښه او له روغتونونو هم رخصت شوي دي.
دغه راز د جاپان کیوډو خبری آژانس هم په همداوروستیو کې راپور ورکړی ،په جاپان کې د فوجي فیلم شرکت دیوې اعلامیې په خپرولو سره وئيلی دي ،د کروناویروس ضد آویګن نومې درمل ئې جوړ کړي ، چې د کرونائي ناروغانو ددرملنې لپاره ئې ډيره ښه نتیجه ورکړې ده .