-
د ۴۰ډالریزو تیلو په هکله د بسنټ ګمانونو ته د قالیباف غبرګون
Sep 07, 2026 07:45پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر د ۴۰ ډالري تیلو په هکله د سکاټ بسنټ د خیالي پلاونو په ځواب کښې ولیکل: له الوت کولو مخکښې انجڼ ښه ګرموه!
-
د ایران د پارلیمان کمېسیون: پر ایران بندیز لګوونکي د هرمز له تنګي د تېرېدو حق نه لري
Sep 07, 2026 07:42پارستودي – د ایران د اسلامي شورا د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون ویاند حسن قشقاوي وايي، د هرمز تنګي د امنیت او پراختیا لپاره د ستراتیژیک اقدام د طرحې نهمه ماده تصویب شوې ده. د دغې مادې له مخې، هغه هېوادونه او حقیقي او حقوقي اشخاص چې د ایران پر اسلامي جمهوریت یو اړخیز بندیزونه ولګوي یا د ایران پر وړاندې دښمنانه اقدامات وکړي، د هرمز له تنګي څخه د تېرېدو حق به ونه لري.
-
د ایران په ضد د محاصرې او د تېلو د بندیزونو ترختمیدا پورې به،هرمز تنګی بند وي
Aug 19, 2026 05:00پارس ټوډې: د ایران د اسلامي شورامشر وویل: «هغې وهمي امریکا ته په څرګنده وایم، تر هغه وخته چې په تفاهملیک کې د امریکا ژمنې، له محاصرې رانیولې، د کنګل شویو شتمنیو تر خوشې کیدا، د تېلو د بندیزونو تر لیرې کیدا، په ټولو جبهو کې د ګواښونو او پوځي عملیاتو پای ته رسیدا او د نورو هغو شرطونو تر پوره کیدا پورې چې امریکا ئې په تفاهملیک کې د عملي کولو ژمنه کړې، پلي نه شي، هرمز تنګی به خلاش نه شي.
-
د مکې موافقې په نوم نوي دفاعي تړون باندې د پاکستان د پخواني نماینده نیوکه/ د امریکې اډې د سیمې د امنیت معما ده
Aug 10, 2026 07:25پارس ټوډی- د پاکستان د قومي اسمبلۍ پخواني استازي د پاکستان، عربستان او ترکیې ترمینځ په نوي دفاعي تړون باندې په نیوکې سره، د سیمې د ګواښونو د سرچینې په هکله یوې پوښتنې سره ټینګار وکړ، دغه ډول موافقو ته اړمن هیوادونه باید د امریکايي اډو د کوربه توب او د ایران خلاف د هغو د کارول کیدو په هکله ځواب ورکړي.
-
قالیباف: د ایران د ولس بریا د امریکې او صهیونیسټي رژيم دبدبه خاورې کړه
Jul 05, 2026 05:24پارس ټوډی- د ایران د اسلامي شورا مشر په دې ټکي باندې په ټینګار سره چې د ایران اسلامي جمهوریت د هیڅ جنګ پيلوونکی نه دی پاتې شوی، وویل: د ایران ولس په وروستي جنګ کښې په اودریدنې او مقاومت سره،په سیاسي او پوځي ډګر کښې امریکې او صهیونیسټي رژيم ته ماتې ورکړه او د هغوي دبدبه یې ماته کړه.
-
نبیه بري: د واشنګټن موافقه تحمیلي ده
Jun 29, 2026 10:20پارس ټوډی- د لبنان د پارلیمان مشر په واشنګټن کښې په لاسلیک شوې موافقې باندې په سختې نیوکې سره، هغه یوه تپل شوې او تحمیلي موافقه وبلله او ټینګار یې وکړ چې دغه موافقه به اجرا نه شي.
-
بروجردي: د ایران قطعي سیاست، له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پراختیا ده
Jun 19, 2026 06:00پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمېسیون غړي ټینګار وکړ: د اسلامي جمهوریت ستراتیژیکه پالیسي له ختیځ او ګاونډیو هېوادونو سره د اړیکو پر پراختیا ولاړه ده، چې په سر کې یې چین او روسیه قرار لري.
-
شیخ نعیم قاسم قالیباف ته په یو پيغام کښې: ایران د عزت او شرافت مثال دی
Jun 17, 2026 07:44پارس ټوډی- د لبنان د حزب الله عمومي منشي شیخ نعیم قاسم محمدباقر قالیباف ته په یو لیک کښې، د ایراني چارواکو د دریځونو قدرونه وکړه او ویې ویل چې «ایران د عزت او شرافت سمبول دی».
-
قالیباف: د ایران ملت به د عاشورا د کلتور او د شهیدانو د لارې په الهام، د ظلم او زیاتي غوښتنې پر وړاندې ودرېږي
Jun 16, 2026 13:26پارس ټوډې- د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس د محرمالحرام د میاشتې د پیل په مناسبت په یوه پیغام کې دا میاشت د حماسې، ایثار او آزادګۍ یادوونکې وبلله او ټینګار یې وکړ چې د ایران ملت به د عاشورا د کلتور او د شهیدانو د لارې په الهام سره، د ظلم او زیاتي غوښتنې پر وړاندې ټینګ ودریږي او د عزت او مقاومت لاره به روانه ساتي.
-
قالیباف: یو بل ډول ایران به ووینئ!
Jun 12, 2026 11:31پارس ټوډې – د ایران د اسلامي شورا د مجلس رئیس په ایکس ټولنیزه شبکه کې ولیکل: ناسمې ستراتیژۍ او بېفکره پرېکړې، داسې یو نهپایېدونکی ډنډ رامنځته کوي چې کلونه به پکې راګیر پاتې شئ.