-
په تورخم دروازه کې د افغان او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ درنه جګړه روانه ده
Mar 03, 2025 08:35د ننګرهار اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر مولوی صدیق الله قریشي وایي، جګړه تیره نیمه شپه هغه مهال پيل شوه چې افغان پوله ساتي ځواکونه د ډیورنډ فرضي کرښې دې لورې ته پر فعالیت بوخت وو چې پاکستاني لورې پرې د سپکو او درنو وسلو ډزې وکړې.
-
د خیبرپښتونخوا یو چارواکي له طالبانو سره پر خبرو اترو ټينګار کړی
Mar 03, 2025 02:34زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د خیبرپښتونخوا د اطلاعاتو سلاکار باریستر سیف د پاکستان پر حکومت غږ کړی چې افغانستان ته د یو پلاوي د سفر اجازه ورکړي.
-
شمالي وزیرستان کې ځانمرګي برید لس پاکستاني پوځیانو ته مرګ ژوبله اړولې
Mar 02, 2025 11:48را پورونه وایي، د شمالي وزیرستان په عیدک کلي کې پرون ماښام د یوه ځانمرګي برید له امله دوه پاکستاني پوځیان وژل شوي او د دوه ملکي وګړو په ګډون، لس نور ټپيان شوي دي.
-
پاکستان دې درېیمو هېوادونو ته د تګ په تمه افغان کډوال له دې هېواده نه باسي
Mar 02, 2025 11:19په پاکستان کې مېشت افغان کډوال وايي وخت ناوخت د پولیسو له خوا ځورول او نیول کېږي، د دوی په خبره که څه هم قانوني اسنادي لري خو پولیس يې نیسي او د پیسو په بدل کې يې بیرته خوشي کوي، خو پولیس دا موضوع ردوي او وايي، دوی هغه کډوال نیسي چې په دې هېواد کې د پاتي کېدو قانوني اسناد نه لري.
-
د تورخم دروازې تړل افغان او پاکستاني سوداګرو ته زیان رسوي
Mar 02, 2025 01:43زمونږ خبریال راپور راکړی د افغانستان د طالبانو د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي چې د پاکستان له خوا د تورخم دروازې تړل د سوداګرۍ له نړیوالو قوانینو سرغړونه ده او دا د دواړو لوریو سوداګرو ته زیان رسوي.
-
پاکستان: امریکايي وسلې له افغانستان ترهګرو ته رسیږي
Mar 01, 2025 12:56د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه وروستۍ مطبوعاتي غونډه کې خبرداری ورکړ چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو له خوا پریښودل شوې وسلې په پاکستان کې د فعالو ترهګرو ډلو لاس ته لوېږي.
-
ځینو هیوادونو نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده
Mar 01, 2025 09:09د سعودي عربستان، متحده عربي اماراتو، یمن، کویت، بحرین، قطر، اردن، سوریه، مصر، فلسطین، سومالیا، سوډان، لبنان، الجزایر، عمان، اندونیزیا، آسټرالیا، افغانستان او ترکیې نن د روژې د مبارکې میاشتې لومړۍ ورځ اعلان کړې ده.
-
په پاکستان کې د ګوزڼ یا پولیو د مثبتو پېښو شمېر ۷۹ ته لوړ شو
Mar 01, 2025 04:26روغتیایي چارواکي د پاکستان په لویدیځو او ختیځو صوبو کې د پولیو د دوو نویو مثبتو پېښو د ثبتېدو خبر ورکوي.
-
ایران په پاکستان کې پرونی ترهګریز برید وغانده
Mar 01, 2025 04:23پارس ټوډې - د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند "اسماعیل بقایي" د جمعې د لمانځه پر مهال د پاکستان په پېښور ښار کې د حقانیه مدرسې په جومات کې هغه تروریستي عمل وغانده چې د یو شمېر لمونځ کوونکو د وژل کېدو او ټپي کېدو لامل شو.
-
د پاکستان د حقانیه مدرسې مشر حامدالحق پرون په یوه ځانمرګي برید کې ووژل شو
Mar 01, 2025 04:19په پاکستان کې امنیتي چارواکو پرون وویل چې د خیبر پښتونخوا په اکوړه خټک کې د طالبانو پلوې "دارالعلوم حقانیه" مدرسې کې د ځانمرګي برید له امله د دغې مدرسې مشر مولانا حامد الحق له څلورو نورو کسانو سره وژل شوی او په لسګونه کسان ژوبل شوي دي.