افغانستان کې پر رسنیو محدودیتونه په بې سارې ډول زیات شوي دي
د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې په دې هیواد کې د رسنیو او خبریالۍ پر فعالیتونو محدودیتونه په بې ساري ډول زیات شوي دي.
دې مرکز د یکشنبې په ورځ د خبریالانو پر وړاندې له جرمونو د معافیت د پایته رسولو د نړیوالې ورځې په مناسبت په یوه بیان کې زیاته کړې چې په افغانستان کې د معافیت د کلتور دوام، د خبریالانو او رسنیو پر وړاندې د ګواښونو، فشارونو او محدودیتونو د زیاتوالي سربېره، د ټولنې او د هېواد د پراختیا بهیر لپاره ناوړه پایلې لري.
په خبرپاڼه کې راغلي چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل راهیسې د ۲۰۲۱ کال د اګست له ۱۵مې څخه د ۲۰۲۵ کال د اګست تر ۱۵مې په تېرو څلورو کلونو کې د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د حقونو د سرغړونو لږترلږه ۶۴۰ قضیې ثبت شوې دي.
په بیان کې وړاندې راغلي چې د ملي راډیو تلویزیون د دوو کارکوونکو په ګډون چې د پاکستاني ځواکونو په برید کې وژل شوي وو، پنځه افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي او د خبریالانو او رسنیو د کارکوونکو د نیولو له ۲۶۵ څخه زیاتې قضیې هم ثبت شوي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد مخکې ویلي وو چې خبریالان د خپلو دندو له امله نه دي نیول شوي او دوی د اسلامي ارزښتونو او ملي ګټو په چوکاټ کې د رسنیو او خبریالانو ملاتړ ته ژمن دي.