ایران د افغانستان له زلزله‌ ځپلو د مرستې په لومړۍ کرښه کې
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i166720-ایران_د_افغانستان_له_زلزله_ځپلو_د_مرستې_په_لومړۍ_کرښه_کې
په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د سمنګان د زلزله‌ ځپلو خلکو سره د مرستې بهیر روان دی.
(last modified 2025-11-03T10:41:39+00:00 )
Nov 03, 2025 15:05 Asia/Kabul
  • ایران د افغانستان له زلزله‌ ځپلو د مرستې په لومړۍ کرښه کې

په کابل کې د ایران سفارت اعلان کړی چې د سمنګان د زلزله‌ ځپلو خلکو سره د مرستې بهیر روان دی.

په کابل کې د ایران اسلامي جمهوریت سفارت ویلي چې زلزله په سمنګان ولایت کې د انسانانو د مرګ ژوبلې او مالي زیانونو لامل شوې ده.

سفارت د مړو لپاره د رحمت دعا کړې او د ټپیانو لپاره د عاجلې روغتیا غوښتنه کړې ده.

  د ۶.۳ درجې په اندازه زلزله د دوشنبې د شپې شاوخوا په ۱۲:۵۹ بجو د بلخ ولایت د خُلم ولسوالۍ او د افغانستان د شمال په یو شمېر برخو کې رامنځته شوه او د کابل، بغلان، سمنګان، سرپل او کندز ولایتونو خلکو هم احساس کړې ده.

د طالبانو د روغتیا وزارت اعلان کړی چې د زلزلې له امله د بلخ او سمنګان په ولایتونو کې د مړو شمېر ۲۰ تنو ته رسېدلی دی.

د ایران سفارت ټینګار کړی چې ایران د افغان ولس تر څنګ ولاړ دی او له اړتیاوو د ارزونې وروسته به لازمه مرسته ترسره کړي.