-
اسلامي حکومتونه دې د الصمود کشتیو کاروان امنیت خوندي کړي
Sep 08, 2025 02:43د جماعت اسلامي ګوند لوړپوړی غړی او په پاکستان کې د غزې د ژغورنې د ولسی خوځښت مشر، مشتاق احمد خان، چې له خپلو ۴ هیوادوالو سره یوځای له تیونس بندر څخه د نړیوال الصمود کشتیو(چې کابو اویا مرستندویه کشتۍ او نړیوال فعالان لري او غزې ته روان دي) سره یوځای شوی، د پاکستان حکومت ته په یوه پیغام کې وویل چې دکشتیو د دغه مرستندویه کاروان امنیت خوندي کول او د صهیونیسټي رژیم د مخ په زیاتیدونکو ګواښونو د پلي کیدو مخنیوی باید د پاکستان حکومت او نورو اسلامي هیوادونو مشرانو له خوا تضمین شي.
-
د جامعې نړیوالې ایټمي موافقې خلاف ورزي کونکي د ایران پر وړاندې د بندیزونو د بیا ګرځولو حق نه لري
Sep 08, 2025 02:40د روسیې لوړپوړي دیپلومات د دریو اروپایي هیوادونو او امریکا په چلند په کلکه نیوکه وکړه اودوي ئې د جامعې نړیوالې ایټمی موافقې او د ملګروملتو د ۲۲۳۱ پریکړه لیک په ښکاره سرغړونې تورن کړل.
-
د مهربانۍ او انسان دوستئ دریم ګام؛ د ایران مرستې د افغانستان دختیځ زلزلهځپلو لپاره په هرات کې وسپارل شوې
Sep 08, 2025 02:35د ایران دریمه مرستندویه جوپه د افغانستان د ختیځ زلزلهځپلو لپاره د هرات په ولایت کې اړونده مسئولانو ته وسپارل شوه. افغان چارواکو دا اقدام د دواړو هیوادونو ترمینځ د پیوستون او ورورګلوۍ نښه وبلله.
-
له جنایتکاروصهیونیسټانو څخه ریښتینې غچ اخستل نزدې دي
Sep 08, 2025 01:59د یمن د انصارا... غورځنګ لوړپوړی غړی، حزام الأسد، د یمن له خوا د فلسطین دنیواکي ټاټوبی په مینځکې د بې پیلوټه الوتکې د بریالي برید په غبرګون کې په ایکس ټولنیز چینل کې ولیکل: ریښتینې انتقام لا پیل شوی نه دی او هغه څه چې ستاسو په تمه دي، ډیر سخت به وي.
-
د ؛محفل قرآنی؛ پروګرام غړي د پاکستان د کال د تر ټولو لوي جشن میلمانه
Sep 08, 2025 01:44د «محفل» قرآني پروګرام مشهور قاضیان، لکه حامد شاکرنژاد، حسنین الحلو او سید جلال معصومي، د پاکستان تر ټولو لوی او مهم کلني جشن ته بلل شوي.
-
د ایټالیا د ملی لوبډلې روزونکی؛په غزې کې د عامو وګړو وژلې زما زړه ماتوي؛ آخر ولې دومره ظلم
Sep 08, 2025 01:30پارسټوډي - د ایټالیا د فوټبال ملي لوبډلې روزونکي یا کوچ د ۲۰۲۶ نړیوال جام د مقدماتي پړاوونو په سیالیو کې له صهيونيستي رژیم سره د مقابلې په اړه غبرګون وښود او دا ئې بدچانسي وبلله.
-
د امریکا یو اړخیزې او سرزوري کړنې په کلکه غندو
Sep 08, 2025 01:22پارسټوټي - د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي د نورو هیوادونو پر وړاندې د امریکا یو اړخیز او زورواکي کړنې په کلکه وغندلې او وې ویل: پر خپلواکو پراختیائي هیوادونو د زور ګواښ کول د ملګرو ملتو د منشور ښکاره سرغړونه او د نړیوالې سولې او امنیت لپاره څرګنده خطره ده.
-
د د رڼا سرچینې (د قراني آیتونو د نزول شأن
Sep 07, 2025 10:44د تهران د پښتو خپرونې او انټرنیټي سایټ خوږو مینه والو په دې شیبو کې د رڼا سرچینې نومې لړۍ له نننی یو سل یو څلویښتم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،په دې هیلې سره چې ستاسو د استفادې وړ وګرځي ، له مونږ سره ووسئ.
-
په غزې د اسرائیلو د بریدونو د بندولو په خاطر په زرګونو اروپایان سړکونو ته راووتل
Sep 07, 2025 09:00پارس ټوډې - په لویو اروپایي ښارونو کې زرګونه فلسطیني ملاتړي سړکونو ته راووتل ترڅو په غزې باندې د اسراییلو د بریدونو د پای ته رسولو غوښتنه وکړي، هغوي دا کار "نسل وژنه" وبلله.
-
تل ابیب کښې زرهاو صهیونیسټانو د نتانیاهو خلاف مظاهرې وکړې
Sep 07, 2025 08:48پارس ټوډې - په زرګونو صهیونیسټانو تیره شپه د اسراییلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو خلاف په سترو مظاهرو سره د غزې پر وړاندې د جګړې د پای ته رسولو او د صهیونیسټي بندیانو د خوشې کولو د هڅو غوښتنه وکړه.