د انډونیشیا په ۲۰۲۵ نړیوالو سیالیوکې ایراني مخترع زدهکوونکي وځلېدل
پارس ټوډې – د ایران د زدهکوونکو علمي ټیمونو د انډونیشیا په ۲۰۲۵ د علومو او اختراعاتو په نړیوالو سیالیو کې د درو سرو زرو میډالونو او یوې ځانګړې جایزې په ترلاسه کولو سره په اوڅاره توګه وځلېدل او د نړۍ د علمي قدرتونو په کتار کې ودرېدل.
د ایران د علمي زدهکوونکو د ټیمونو مشر، مهدی رشیدیجهان د شنبې په ورځ د انډونیشیا د نړیوالو سیالیو د بریاؤ په تړاو څرګنده کړه: «په دغه پړاؤ کې له ۲۴ هېوادونو څخه له ۸۰۰ زیات ټیمونه سیالۍ ته حاضر شوي وو،خو د ایران مخترع زدهکوونکو د درو سرو زرو په ترلاسه کولو سره داسې ویاړ خپل کړ چې د ستاینې وړ دی او د علم او ټیکنالوژۍ په نړیوال ډګر کې ئې د ایران نوم وځلاوه.»
د پارس ټوډې د راپور له مخې، رشیدیجهان زیاته کړه چې دغه سیالۍ د نومبر له ۱۲مې تر ۱۵مې د انډونیشیا په کوربه توب ترسره شوې. په دې نړیوالو سیالیو کې د امریکا متحده ایالاتو، چین، جنوبي کوریا، مکسیکو، تایوان، ملایشیا، کاناډا، لوګزامبورګ، ترکیې او یو شمېر نورو هېوادونو ټیمونه هم برخهوال وو.
نوموړي وویل: «د ایران ټیم په بیولوژيکي ټکنالوژۍ، د تعلیمي ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا(آرټيفیشل اینټلیجنس)، ریاضیاتو، انجینرینګ، کیمیا یا کیمیسټري او نانو برخو کې ګډون وکړ او د چین، امریکا، مکسیکو، انډونیشیا او ویتنام له ځواکمنو ټیمونو د اصلي سیالیو ترڅنګ ئې، د سرو زرو مډالونه وګتل.»
رشیدیجهان د ایران د مډالآورانو په معرفي کولو کې وویل: رامان نفریه د بیولوژیک ټکنالوژۍ په برخه کې د سرو زرو مډال او د انډونیشیا د نړیوالو سیالیو ځانګړې جایزه وګټله.
د رادین عباسي او سام رشیدي ګډ ټیم د فني او انجینرۍ په سیالۍ کې د سرو زرو مډال تر لاسه کړ.
متین حیاتي د ټیکنالوژۍ او مصنوعي ځیرکتیا(اې آئي ) په برخې کې د سرو زرو مډال وګاټه او د دې ساحې په غوره ګډونوالو کې وشمېرل شو.
هغه د سیالیو د کوټلتیا یادونه وکړه او وې ویل: «د ایران ټیم د ټیکنالوژۍ، انجینرینګ او بیولوژيکي ټکنالوژۍ په ډګرونو کې یو ډیر غوره او ځانګړی مقام خپل کړ. دا ستره بریا يو ځل بیا د ایران د زدهکوونکو د لوړ علمي او څېړنیز ظرفیت ښکارندویي کوي.