په ایټمي موضوع کې دIAEA بې پلویتوب؛د ایران اساسي غوښتنه
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i167240-په_ایټمي_موضوع_کې_دiaea_بې_پلویتوب_د_ایران_اساسي_غوښتنه
پارس ټوډې – په ملګرو ملتو  کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) د  عمومی مدیر رافایل ګروسي د راپور په اړه  ووئيل؛ دغه راپورونه باید تل مسلکي، د واقعیاتو پر بنسټ او له هر ډول سیاسي نفوذه پاک پاتې شي.
(last modified 2025-11-16T07:09:23+00:00 )
Nov 16, 2025 11:34 Asia/Kabul
  • په ایټمي موضوع کې دIAEA بې پلویتوب؛د ایران اساسي غوښتنه

پارس ټوډې – په ملګرو ملتو  کې د ایران د اسلامي جمهوریت دایمي استازي او سفیر د ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس (IAEA) د  عمومی مدیر رافایل ګروسي د راپور په اړه  ووئيل؛ دغه راپورونه باید تل مسلکي، د واقعیاتو پر بنسټ او له هر ډول سیاسي نفوذه پاک پاتې شي.

 امیر سعید ایرواني د ملګرو ملتو  په عمومي غونډې کې د ایټمي انرژۍ  دنړیوال آژانس ( IAEA )د راپور په اړه وویل: په داسې حال کې چې ځینې هېوادونه په منظم ډول د پراختیائي  هېوادونو د سوله‌ یزې ایټمي ټیکنالوژۍ د لاسرسي مخه نیسي، همدغه هېوادونه له صهیونیسټي رژیم سره چې د ایټمي وسلو د نه‌ خپرېدنې تړون (NPT) غړی نه دی او د ککړتیا د وسیلو پټ  سلاکوټونه لري، پوځي مرستې او وسلې شریکوي.

سعید ایرواني زیاته کړه: د ایټمي پوهې او ټیکنالوژۍ لېږد چې د NPT  تړون د څلورمې مادې او دنړیوال آژانس  د اساسنامې له مخې تضمین شوی، امتیاز نه، بلکې یو فطري او مسَلم حق دی.

د ایران دایمي استازي وویل: نړۍ د ۲۰۲۵  په جون کې له یوې خورا جنایتکارې او تېري‌کوونکې کړنې سره مخ شوه. صهیونیسټي رژیم یوازې څو ساعته وروسته له دې  چې د  آژانس د  واکمنې شورا یو  سیاسي انګېزه لرونکی پرېکړه‌لیک تصویب کړ، د ایران پر هغو ایټمي تاسیساتو چې د IAEA تر بشپړ څارنې  لاندې دي، پراخې او سختې  بریدونه پیل کړل. په دې بریدونو کې ایراني ساینسپوهان او د هغوی کورنۍ په نښه شوې، زرګونه کسان ووژل  یا ټپیان شول او ستر مالي زیانونه  ئې واړول.

سعید ایرواني زیاته کړه: امریکا، چې د امنیت شورا دایمي غړی او د NPT د تړون امین دی، د جون په ۲۲ نېټه په دغه یرغل کې ګډون وکړ او په مستقیم ډول ئې د آژانس تر څارنې  لاندې تاسیسات په نښه کړل. دغه اقدامات د نړیوال قانون، د ملګرو ملتو د منشور، د IAEA د اساسنامې او د امنیت شورا د ۱۹۸۱ کال د ۴۸۷ پرېکړه‌لیک ښکاره خلاف ورزي ده؛داسې پرېکړه‌لیک،چې پر څارل شویو ایټمي تاسیساتو هر ډول برید منع کوي.

د ایران اسلامي جمهوریت  دآژآنس( IAEA )راپورونه د دې لپاره له تعصب  ډک ګڼي چې امریکا او ځینې اروپائي هېوادونه دا  اورګان  د خپلو سیاسي اهدافو لپاره د خپلواکو هېوادونو پر ضد کاروي او پر ځای د دې چې په تخنیکي مسئلو تمرکز وکړي، راپورونه د بندیزونو او سیاسي دباؤ  لپاره وسیله ګرځوي.

ایراني چارواکي وائي چې  د ایټمي انرژۍ نړیوال آژانس  په خپلو راپورونو کې د ایران پراخې   ملګرتیا  سترګې پټوي یا ورته کم اهمیت ورکوي، په داسې حال کې چې ایران څو ځله څرګنده کړې چې  فعالیتونه ئې سوله‌ییز دي او د سیف ګارډز تر څار لاندې ترسره کېږي. ایران ټینګار کوي چې د IAEA راپورونه باید بې‌طرفه وي، ځکه د دې ادارې اعتبار او رواوالی  یوازې هغه مهال خوندي پاتې کېدای شي چې راپورونه مسَلکي، د واقعیت پر اساس او له سیاسي دباؤنو  پاک وي.

اروپائي ټرائيکا (فرانسه، جرمني او انګلستان) د ایران پر ضد د پریکړه لیک یوه مسوده چمتو کړې چې ټاکل شوې  ده د نومبر له ۱۹ تر ۲۱ پورې دآژانس د واکمنې شورا  په غونډې کې وړاندې شي. د امریکا او اروپائي ټرائيکا اقدامات په داسې حال کې دي چې ایران لاهم له IAEA سره ډیپلوماټیک تعامل او ملګرتیا ته دوام ورکوي او اعلان ئې کړی چې که مقابل لوري خپلو تعهداتو ته  ستون شي، نو ایران هم د موافقې  د احیا لپاره تیار  دی.

په قاهره کې د ایران او ایټمي انرژۍ د نړیوال آژانس وروستی موافقه چې د تخنیکي تفتیشونو د بیا پیلیدا  او د ډیپلوماتیکو خبرو اترو لپاره په جینوا، مسقط او روم کې ترسره شوې، ټول د دې څرګندونه کوي چې تهران له ډیپلوماټیکې لارې د موضوع د حل‌لارو لټولو ته چمتو دی، په دې شرط چې د بندیزونو د واقعي او تضمیني لغوه کېدو ضمانتونه ورکړل شي. ایران څو ځله ټینګار کړی چې د یو تل پاتې  او باور وړ توافق د ترلاسه کولو لپاره چمتو دی؛ داسې توافق چې بندیزونه په تضمیني ډول لیرې کړي او د راتلونکو ناوړو استفادو مخه ونیسي.