-
طالبانو په کندوز کې د خلکو د عکسونو او ویډیوګانو خپرول منع کړل
Apr 19, 2025 04:06طالبانو ویلي چې دوی په کندوز کې د اشخاصو د انځورونو خپرول منع کړي دي او دا د افغانستان څوارلسم ولایت دی چې د ټیلیویژني خپرونې یې اشخاصو له انځورونو او ویډیوګانو پرته خپریږي.
-
ټرمپ افغانستان کښې د پولیو په زیاتوالي کښې لاس لري
Apr 19, 2025 04:03د امریکا یو خبري اژانس راپور ورکړی چې د بهرنیو مرستو په بندیدو سره، په افغانستان او پاکستان کې د پولیو مثبتې پیښې زیاتې شوي او احتمال شته چې دا ناروغي به د نړۍ نورو هیوادونو ته هم خپره شي.
-
یونیسف: په غزه کښې هره ورځ ۲۷ ماشومان وژل کیږي
Apr 17, 2025 11:16د ماشومانو لپاره د تر ټولو لوی نړیوال سازمان ویاند نن پنجشنبې د غزې په تړانګه کې د روانو شرایطو په اړه بوږنوونکې احصایې وړاندې کړې او له نړیوالې ټولنې څخه یې د مرستې غوښتنه وکړه.
-
انصارالله: امریکایان به درنه بیه ورکړي
Apr 17, 2025 11:20د یمن د انصارالله غورځنګ یوه جګپوړي غړي امریکایانو ته د یمن پر وړاندې د تیري د پایلو په اړه خبرداری ورکړ او ټینګار یې وکړ: "امریکا به د نړۍ د ملتونو پر وړاندې د خپل جنایت لپاره دروند قیمت ورکړي."
-
په خان یونس کې د کډوالو په خیمو د اسراییلي پوځ برید ۲۳ کسان شهیدان کړل.
Apr 17, 2025 07:53پارس ټوډې د ایرنا په حواله ویلي، صهیونیسټ رژیم یو بل جنایت ترسره کړ، دا ځل یې د غزې په جنوبي تړانګه کې د فلسطیني کډوالو په خیمو هیڅ رحم ونه کړ او په دې سیمه کې یې په یوه برید کې ۲۳ کسان شهیدان کړل.
-
د امریکایانو ضد ونقیض دریځونه د جدیت او ښه نیت نشتوالی ښئي
Apr 17, 2025 01:39پارس تودي - د امریکا د ولسمشر د منځنئ آسیا استازي او له ایران سره د خبرو اترو د پلاوي مشراسټیو ویتکاف متضاد دریځ د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند «اسماعیل بقائي» غبرګون راوپاراوه.
-
د ایټمي انرژۍ نړیوالې ادارې په تخنیکي رول ټینګار وشو
Apr 17, 2025 01:34د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر عباس عراقچي پرون ناوخته د ایټمی انرژۍ د نړیوال آژانس له مشر رافایل ګروسي سره په کتنې کې چې پرون تهران ته په سفر راغلی، د ایران د سیاست او ارادې په یادولو سره، چې د نړیوالو حقوقي ژمنو په چوکاټ کې د اټمي انرژۍ نړیوالې ادارې سره تعامل او ملګرتیا ته دوام ورکوي، ټینګار وکړ، ایټمی آژانس باید خپل مسلکي او تخنیکي رول د خپلو دندو او مسئولیتونو په چوکاټ کې ترسره کړي، له دې پرته چې د ځینو له خوا له غیرقانوني او ناروا دباؤنه ومني .
-
په هند کې له ۱۷۰ زیات اسلامي ښونځي وتړل شول
Apr 17, 2025 01:30په هندوستان د اترکند صوبې کې له ۱۷۰ څخه زیاتې اسلامي مدرسې د صوبائي چارواکو لخوا وتړل شوې.
-
سید عباس عراقچي څوک دی ؟ انځورونه
Apr 15, 2025 11:29سید عباس عراقچي یو ایرانی دیپلومات او سیاستوال دی چې له ۱۴۰۳ کال راهیسې د ایران د بهرنیو چارو وزیر دی. هغه د ایران د اټومي مذاکراتو د ټیم غړی و او د ۱+۵ ډلې سره یې مذاکرات کړي. نوموړي د بهرنیو چارو وزارت ویاند او د دغه وزارت سیاسي مرستیال هم پاتې شوی دی.
-
کالاس: د ایران او امریکې مذاکرات په صحیح لاره یو ګام دی
Apr 15, 2025 03:46د اروپايي اتحادیې د بهرني سیاست مسئولې په عمان کښې د ایران او امریکې ترمینځ د مذاکراتو هرکلی وکړ او هغه یې د ایران د ایټمي موضوع د ډیپلماټیک هواري لپاره په سمه لاره یو ګام وباله.