-
که مسلمان یو واحد ځواک وائ،نو هیڅکله هم په کوم اسلامی هیواد تیري نه شول کیدلی
Nov 01, 2023 01:30داپه داسې حال کې دي چې د ایران داسلامی جمهوریت پشمول څو مسلمان هیوادونو پرته ،نورو هیوادونو یا په چپتیا سره او یا هم یوازې په چټي شعارونو سره د فلسطینیانو له مقاومت څخه کوم چورلټ او پیاوړی ملاتړ نه دی کړی چې دا پخپله لامل شوي دقدس نیواکګر او وحشي رژيم په غزې کې د فلسطین د مظلوم ولس په ضد خپلو څاروي ډوله جنایتونو او حملو ته دوام ورکړي.
-
د غزې پیښې د انسانانواوملتونو دحقوقو په ضد د استعمارګرو د شرارت روښانه بیلګې دي
Nov 01, 2023 03:49ددغه تورتمې بیلګې او نښې په وړاندې د یوه داسې عزتمن او پیاوړي مقاومت او مظلومیّت د بل ځلیدونکي بیلګې شاهدان هم یوو چې په هغه کې یو مومن او میړني ملت ،د مقاومت او شجاعت صحنې انځور کړي او دنیا ئې ستاینې او قدرونې ته اړ کړې ده .
-
پنټاګان په افغانستان او عراق کې هماغه راز دبیالوجیکي وضعیّت په باب جاسوسي کوي
Nov 01, 2023 03:12په روسیې کې د کیمیائي حملو سره دمقابلې ځواک قوماندان جنرال ایګور کریلوف ووئیل، دغه هیواد داسې سندونه لری چې ښئې د امریکا دفاع وزارت په عراق او افغانستان کې او د چین او ترکیې ، پاکستان ،او عربستان په پولو کې د بیولوجیکي وضعیّت په باب جاسوسي کوي.
-
امریکائي مسلمانانو د راتلونکو ولسمشریزو انتخاباتو په باب بایډن ته خبرداری ورکړ
Nov 01, 2023 03:08د امریکا مسلمانانو او دډيموکراټيک ګون ځینو فعالانو جوزف بایډن ته په یوه لیک کې وئیلي دي که په غزې کې د اور بند دتضمین لپاره فوري ګامونه پورته نه کړي، نو د انتخاباتي او مالی مرستو د مخنیوي لپاره به اقدام وکړي.
-
په نیواکي ټاتوبو به توغندوي او ډرونز حملو ته دوام ورکړو
Nov 01, 2023 03:04د یمن د پوځ ویندوي اعلان وکړ، د دغه هیواد توغندوي اوډرونز یونټونو په نیواکي ټاټوبو کې بیا ټارګټونه په شیشت کې راوستي او دغه حملې به د صهیونیستي رژيم دنیواکګرۍ تر پاي پورې دوام وکړي.
-
دغزې خلکو ته دې سملاسي انسان دوستۍ مرستې ولیږل شي
Nov 01, 2023 02:00د ایران او قطر خارجه و زیرانو د غزې تړانګې په ضد د انساني ضد کلابندۍ پر ختمیدا او دغې سیمې ته د سملاسی انساني مرستو پر لیږد ټینګار وکړ.
-
د فلسطین موضوع د اسلامی نړۍ ترټولو مهمه موضوع ده
Nov 01, 2023 01:51د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر چې د قطر په سفر تللی ؤ ،پرون ناوخته ئې په دوحې کې د فلسطین د اسلامی مقاومتي غورځنګ حماس د سیاسی دفتر له مشر سره په کتنې کې په غزې تړانګې کې د فلسطین د بې دفاع خلکو په ضد د وحشي صهیونیسټي رژيم د حملو د دوام او وروستیو حالاتو په باب لیده کاته وکړل.
-
نړۍ دې د مظلومو فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي
Nov 01, 2023 01:41د پاکستان دمشرانو جرګې په یوې اعلامیې کې په دې په ټينګار سره چې د غزې پر مظلومو خلکو د اسرائيلو وحشي رژيم حملې د فلسطینیانو د قتل عام لپاره یوه سسټماټيکه هڅه ده او په سخته محکومه ده، وئيلی دي ،نړۍ باید د فلسطینیانو د عامې وژلې مخه ونیسي.
-
په اروپا کې له فلسطینه د ملاتړ په پراختیا د اروپائي چارواکو اندیښنې
Oct 31, 2023 11:54د انګلستان دکورنیو چارو وزیزې سوئلا بریورمن پرون په یولړ هغو څرګندونو کې چې په دغه هیواد کې د صهیونیسټ ضده خوځښتونو په زیاتیدا د لندن د حکومت د لالهاندئ او ژورې غوسې ښودنکې وې ووئيل،د تیرې اونۍ په وروستیو شپو ورځو کې په واټونو کې په لسګونو زره خ لک ولیدل شول چې دمځکې له نقشې ئې د اسرائیلو د ختمیدا غوښتنه کوله . هغې ووئيل زما په نظر، ددغو لاریونونو د بیانولو لپاره یوازینۍ لاره شته ، دوي د نفرت لاریون کونيکي دي.
-
که په غزې کې جنایتونه ونه دریږي نو کنټرول به ئې بیا ممکن نه وي
Oct 31, 2023 10:11د ایران د اسلامی جمهوریت خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان دیوه پلاوی په مشرۍ په پړاویز سفر نن سهار قطر ته لاړ او ددغه هیواد له لوړپوړو چارواکو سره ئې د فلسطین دغزې تړانګې د وروستیو حالاتو په باب مشورې وکړې او دغه راز ئې د سیمه ایزو او اسلامی هیوادونو د مشرانو او نړیوالو اورګانونو د سملاسي اقدام او لاس په کار کیدا غوښتنه وکړه.