-
که د نومبرترلومړۍپورې غیرفانوني افغان کډوال بیرته ونه ګرځي نو په زوره به وباسل شي
Oct 04, 2023 01:24د پاکستان کورنیو چارو وزیر ووئيل که د نومبر تر لومړۍ نېټې پورې غیر قانوني افغان کډوال خپل هیواد ته ستانۀ نشي؛ نو تر هغې وروسته به په زوره وویستل شي.
-
هندوستان او نیپال کښې نن سخته زلزله راغله
Oct 03, 2023 12:42زمونږ خبریال راپور راکړی نن په هندوستان کښې پینځه اعشاریه اوه ریشټره سخته زلزله راغلي ده چې نیپال هیواد یې هم ولړزوه.
-
د طالبانو د باندنیو چارو وزیر چین ته روان شوی
Oct 03, 2023 10:30صدای افغان خبري اژانس راپور ورکړی د طالبانو خارجه وزیر په یوې سیمه ئیزې غونډې کښې د ګډون لپاره چین ته روان شوی.
-
هند د کاناډا په لسګونو ډيپلوماټان وباسي
Oct 03, 2023 10:17فارس خبري اژانس راپور راکړی د هندوستان او د کاناډا په اړیکو کښې د کړکیچ له زیاتیدا سره په یووخت نوي ډیلي له خپل هیواده د کاناډا د څلویشتو ډيپلوماټانو د وتلو غوښتنه وکړه.
-
جهاد اسلامي له اسرائیلو په په مبارزې ټینګار وکړ
Oct 03, 2023 08:38ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي« ناصر ابوشریف »د صهیونیسټ رژيم د پلانونو د ماتي لپاره په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د مقاومت د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.
-
د پوځ بې پیلوټه الوتکې هر ډول ګواښ ته ځواب ورکولای شي
Oct 03, 2023 04:24د ایران د اسلامي جمهوریت د پوځ د 1402م ګډو مانورونو قوماندان تینګار وکړ چې د پوځ د ډرون الوتکو توان هر ډول ګواښ ته ځواب ویلی شي، خو موږ د خپلو ډرون الوتکو د توان لوړولو په لټه کې یو.
-
په ننګرهار کې لسګونه پروژې تر بشپړېدو وروسته ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې
Oct 03, 2023 04:06چارواکي وایي چې زرګونه ځایي کورنۍ له دې پروژو ګټه پورته کوي. نور تفصیل زموږ د همکار محمد آصف شینواري په راپور کې واورئ
-
ایراني بایسکل ځغلوونکی په افغانستان کې د ولسونو ترمنځ د دوستۍ پیغام رسوي
Oct 03, 2023 03:59ایراني بایسکل ځغلوونکی چې د نړۍ د ملتونو ترمنځ د دوستۍ او نژدیوالي د رامنځ ته کولو په هدف ګرځي، دا ځل افغانستان ته سفر کړی دی.
-
ولسمشر رئيسي د اسلامي هېوادونو مشرانو او خلکو ته د پېغمبراکرم(ص) د زوکړې مبارکي وويله
Oct 03, 2023 02:55ولسمشر "سید ابراهیم رئیسي" د اسلام د ګران پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د زوکړې د رارسېدو په مناسبت په یو پیغام کې، د اسلامي هېوادونو مشرانو او ولس ته لیکلي: د هغوی ارزښتناک سیرت او اخلاقي ځانګړنې، تل د انسان د ژوند لاره پرانیستونکې او لارښود او کمال او خدای ته د نږدې کېدو لپاره ترټولو غوره بېلګه ده.
-
د ربیع الاول ۱۷مه، د اسلام د ګران پیغمبر(ص) او د امام جعفر صادق(ع) د زوکړې کلیزه دې ټولو ته مبارک وي
Oct 03, 2023 02:14نن (سه شنبه) د ۱۴۴۵ هجري قمري کال د ربیع الاول د میاشتې ۱۷مه نېټه، د حضرت محمد مصطفی (ص) او د نړۍ د اهل تشیع د شپږم امام حضرت امام جعفر صادق (ع) د نېکمرغه او بابرکته زوکړې ورځ ده.