جهاد اسلامي له اسرائیلو په په مبارزې ټینګار وکړ
ایرنا خبري اژانس راپور راکړی په ایران کښې د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ استازي« ناصر ابوشریف »د صهیونیسټ رژيم د پلانونو د ماتي لپاره په ټولو نیواکي ټاټوبو کښې د مقاومت د دوام پرضرورت ټینګار وکړ.
هغه له «صوت القدس» راډیو سره په مرکه کښې«عملیات شجاعیه» د فلسطین د جهاد اسلامي غورځنګ په تاریخ کښې د بدلون پیچومی وباله او ویې ویل جهاد اسلامي غورځنګ داسې بڅرکی و چې لومړۍ انتفاضې یې رامینځته کړه او همدغه چارې د نولس سوه اوه اتیایم میلادي کال له لومړیو څخه د عملیاتو د ترسره کولو فضا رامینځته کړه.
ابوشریف وویل د فلسطین ملت په خارجي او د سیمې په ځواکونو باندې د تکیې کولو پرځاې تر ټولو ستر انقلاب رامینځته کړ او په خپله یې له صهیونیسټي دښمن سره د جنګونو د اداره کولو مسوولیت پرغاړه واخیست.
هغه وویل د فلسطین جهاد اسلامي غورځنګ د اسلامي امت او د فلسطین د ملت د پاڅون لپاره یو اوزار دی.