-
د ټولګډونه حکومت جوړېدو په اړه د هېوادونو غوښتنې د منلو نه دي
Sep 17, 2023 10:16د طالبانو ویاند ذبېحالله مجاهد د امریکا له لوري افغانستان کې د ټولګډونه حکومت رامنځته کولو په اړه د یاد هېواد غوښتنې ته په غبرګون کې ویلي، د اوسني حکومت له لوري به دغه غوښتنه هېڅکله ونه منل شي.
-
لوګر کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی وژلی
Sep 17, 2023 10:12د لوګر د امنیې قومندانۍ چارواکي وايي چې تېره شپه د محمداغې ولسوالۍ په «برګ» کلي کې ناپېژنده کسانو یو ښوونکی په ډزو وژلی دی.
-
په لیبیا کې د وژل شویو کسانو شمېر تر ۱۱زرو لوړ شوی
Sep 17, 2023 10:10د لیبیا د تېرې اونۍ په سېلابونو کې د مړو شمېر تر ۱۱ زرو لوړ شوی او لس زره نور اوس هم لا درکه دي.
-
په بامیانو کې یوه هلک خپل پلار په چړې سره وژلی
Sep 17, 2023 10:07د بامیانو سیمه ایز چارواکي وايي، چې د دغه ولایت د مرکز اړوند د «کیڼ دره» په سیمه کې یوه هلک خپل پلار په چړو وهلی دی.
-
د طالبانو د کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې مرستیال د ایران له مرستیال سفیر سره وکتل
Sep 17, 2023 10:04د طالبانو کورنیو چارو وزارت له نشه یي توکو سره د مبارزې معینیت ملکي مرستیال مولوي عبدالرحمن قاسمي د ایران هېواد د سفیر له مرستیال غلام رضا نجاري سره وکتل.
-
د افغانستان له لوري د ګواښ پر وړاندې د دفاع حق لرو
Sep 17, 2023 09:59د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه دوی ته د پښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.
-
له افغانستان څخه د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت انځر صادر شوي
Sep 17, 2023 09:56د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې چارواکي په تېره یوه میاشت کې له دې ولایت څخه پاکستان او هند ته د څه باندې ۱۶ میلیون ډالرو په ارزښت د پروسس شویو انځرو د صادرولو خبر ورکوي.
-
د پاکستان وزیراعظم له هند او افغانستان سره د سرحدي حالاتو په اړه اندیښنه وښودله
Sep 17, 2023 04:16د پاکستان وزیراعظم له هندوستان او افغانستان سره د دغه هیواد د سرحدي حالاتو په لړ کښې اندیښنه څرګنده کړې ده.
-
د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ کوي
Sep 17, 2023 04:13په افغانستان کښې د طالبانو حکومت د قره باغ په شخړه کښې له آذربایجان جمهوریت څخه ملاتړ وکړ.
-
پاکستان کښې د پټرولیم محصولاتو بیې بیا لوړې شوې
Sep 17, 2023 04:10د پاکستان حکومت په تیره یوه میاشت کښې پرله پسې په دریم ځل د تیلي محصولاتو قیمتونه لوړ کړي دي.