د افغانستان له لوري د ګواښ پر وړاندې د دفاع حق لرو
(last modified Sun, 17 Sep 2023 08:59:03 GMT )
Sep 17, 2023 13:29 Asia/Kabul
  • د افغانستان له لوري د ګواښ پر وړاندې د دفاع حق لرو

د پاکستان سرپرست لومړي وزیر ویلي چې هېواد یې له افغانستان څخه دوی ته د پښېدونکو ګواښونو پر وړاندې د خپل ځان د دفاع حق لري.

د کلید ګروپ د خبر له مخې، د پاکستان سرپرست صدراعظم «انوارالحق کاکړ» ویلي چې پاکستان له ځانه د دفاع حق لري او دوی به د خپل هېواد او وګړو د ساتنې لپاره چې هر ډول اقدام ته اړتیا وي، ترسره کړي.

نوموړي زیاته کړې، دا چې د افغانستان له خوا دوی ته د پېښېدونکو ګواښونو باید څه ډول دفاع وشي، وروسته به یې جزئیات شریک شي.

خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې ویلي وو چې له افغانستان څخه هېڅ هېواد ته ګواښ نه پېښېږي.

د ده په خبره، پاکستان دې خپلې ستونزې په خپله حل او امنیت دې خوندي کړي.