پاکستان: پر ایران د امریکا ټول پلي کېدونکي بندیزونه مراعاتوو
https://parstoday.ir/ps/news/pakistan-i179180-پاکستان_پر_ایران_د_امریکا_ټول_پلي_کېدونکي_بندیزونه_مراعاتوو
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان پر ایران د امریکا ټول پلي کېدونکي بندیزونه مراعاتوي.
(last modified 2026-10-02T01:34:12+00:00 )
Oct 02, 2026 06:01 Asia/Kabul
  • پاکستان: پر ایران د امریکا ټول پلي کېدونکي بندیزونه مراعاتوو

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي چې پاکستان پر ایران د امریکا ټول پلي کېدونکي بندیزونه مراعاتوي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند په یوه خبري غونډه کې وویل چې پاکستان به د نړیوالو او کورنیو قوانینو له مخې د بندیزونو د ټولو نظامونو پلي کولو ته دوام ورکړي.

هغه وویل، پاکستان د ایران او امریکا ترمنځ د جګړې د پای ته رسولو لپاره له ټولو اړوندو لورو سره په دوامدار او رغنده تماس کې دی.

ویاند زیاته کړه چې د شخړې د حل لپاره باید د خبرو اترو او ډیپلوماسۍ له لارې لاره وموندل شي.