-
د افغانانو په ګډون۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي
Sep 16, 2023 09:31د ملګرو ملتونو د خوړو نړیوال پروګرام وايي، چې د افغانستان په ګډون په نړۍ کې ۷۰۰ میلیونه خلک له لوږې سره مخ دي.
-
روسیې له افغانستان سره د ملګرو ملتونو د مرستو پر کمولو او له اوکراین سره د مرستو پر زیاتولو سختې نیوکې وکړې
Sep 16, 2023 09:22په ملګرو ملتونو کې د روسیې دایمي استازي واسیلي نیبنزیا له افغانستان سره د اوکراین په پرتله د نړیوالې ټولنې په کمو مرستو نیوکه وکړه او وویل چې اوکراین سږ کال له ملګرو ملتونو څخه ۱.۸۳ میلیارده ډالره بشري مرستې ترلاسه کړې، چې دا د افغانستان له مرستو یو میلیارد زیات دي.
-
قوش تېپې کانال د مرکزي آسیا د اوبو وېش زیانمنولی شي
Sep 16, 2023 08:34د ازبکستان ولسمشر شوکت میرضایف د مرکزي آسیا هېوادونو سرمشریزه کې د قوش تېپې کانال په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي چې دا پروژه مرکزي آسیا کې د اوبو وېش زیانمنولی شي.
-
امریکا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې ده
Sep 16, 2023 08:29امریکا یوځل بیا په افغانستان کې د ټولګډونه حکومت غوښتنه وکړه.
-
حامد کرزي د امریکا له ځانګړي استازي سره ټلفوني خبرې کړي دي
Sep 16, 2023 08:02پخواني ولسمشر حامد کرزي د ویډیو کنفرانس له لارې د افغانستان لپاره د امریکا له ځانګړي استازي توماس وېسټ سره خبرې کړې دي. د ښاغلي کرزي پر ټویټر پاڼه لیکل شوي چې په دې خبرو کې د اقتصادي ودې او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نجونو او هلکانو د زدهکړو پر اهمیت ټينګار شوی دی. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ.
-
په افغانستان کې يو نيم ميليون لوستي ځوانان بېکاره دي
Sep 16, 2023 03:08دطالبانوداطلاعاتو اوفرهنګ وزارت چارواكي وايي له دې وروسته به دغه ځوانان د انلاين سوداګرۍ په برخه كې په مسلکي توګه وروزل شي.
-
تاجیکستان دافغانستان په پولوکې په ترهه ګروګواښونواندیښنه څرګنده کړه
Sep 16, 2023 03:05د تسنیم خبری اژانس له راپور سره سم د تاجیکستان ولسمشر امام علی رحمان د مرکزی اسیا په پینځمه سرمشریزه کې دافغانستان په پولوکې دترهه ګرو ګواښونو په زیاتیدا اندیښنه څرګنده کړه .
-
صیهونیسټ رژیم په غزې تړانګې هوایی حمله وکړه
Sep 16, 2023 03:02د فارس خبری اژانس له راپور سره سم فلسطیني سرچینو د غزې تړانګې په ختیځ کې د سختې چاودنې غږ د اوریدو خبر ورکړ .
-
د افغانستان له خاورې باید پاکستان پرضد هیڅ ګواښ رامینځته نشی
Sep 16, 2023 02:58میرمن زهرا بلوچ وویل مونږه باید ډاډ ترلاسه کړو چی د افغانستان له خاورې د پاکستان پرضد د ګواښ لپاره استفاده نه کیږی .
-
دښمن د ملي یووالي د خرابولو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو په لټه کې دی
Sep 15, 2023 11:31په تهران کې د جمعې د لمانځه خطیب آیت الله سید احمد خاتمي د سیستان او بلوچستان او سویلي خراسان له خلکو سره په کتنه کې د اسلامي انقلاب د معظم رهبر څرګندونو ته په اشارې سره وویل: د انقلاب د معظم رهبر د څرګندونو یو مهم ټکی او شاخص، د دښمن له خوا د ملي وحدت د له منځه وړلو او د هېواد د امنیت د کمزوري کولو لپاره د دوی پر هڅې ټینګار دی.