-
له ۱۲ زره افغان خبریالانو څخه ۸ زرو یې خپلې دندې پرېښي
Aug 12, 2023 01:55(ار اېس ایف) یا د بې پولي خبریالان نړیوال سازمان په افغانستان کې د طالبانو د بیاځلي واکمنېدو د دوه کلنۍ په درشل کې "د طالبانود رژیم تر واکمنۍ لاندې دوه کاله خبریالي ( ژورنالیزم) په نوم یو راپور خپور کړی او ویلي چې د ۲۰۲۱ کال له اګسټ مياشتې وروسته، د ۱۲۰۰۰ خبريالانو له ډلې دوه پر درې برخې يې د خپلو دندو پرېښودو ته اړ شوي، چې په سلو کې ۸۰ يې ښځينه خبريالانې دي.
-
افغان لوبغاړي د تکواندو نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو د سرو زرو مډال وګاټه
Aug 12, 2023 01:38افغان لوبغاړي علي اکبر امیري په کوریا کې د تکواندو په سیالیو کې نړیوال اتل ته په ماتې ورکولو سره د سرو زرو مډال وګاټه.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفير د پاکستاني علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مشرانو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:31په اسلام آباد کې د افغانستان د سفارت سرپرست مولوي سردار احمد شکیب پرون د خواجه معین الدین محبوب کوریجه په مشرۍ د پاکستان د علماوو او مشایخو د اړیکو شورا له مرکزي او ایالتي مشرانو سره د سفارت په مقر کې وکتل.
-
ملا عبدالغني برادر د ترکیې د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل
Aug 12, 2023 01:22د طالبانو د ریاستالوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند ترکيې ته د خپل سفر په ترڅ کې پرون د دغه هېواد د بهرنۍ سوداګرۍ بورډ له مشر نایل اولپک او یو شمېر لویو ترکي سوداګرو سره وکتل.
-
په یوې اونۍ کې پنځه افغان خبریالان نیول شوي دي
Aug 12, 2023 01:07په تېرې اونۍ کې په افغانستان کې پنځه افغان خبریالان د طالبانو له لوري نیول شوي، چې د ځینو یې د نیونې لامل هم نه دی روښانه شوی.
-
د مرکزی اسیا دریوهیوادونوپه افغانستان کی د قوش تپه کانال په جوړیدا ندیښنه څرګنده کړه
Aug 11, 2023 02:31د درو هیوادونو د ولسمشرانو د خبرو موضوع د دوی له کتنې څو ورځې وروسته ځرګنده شوې ده.
-
دایران خارجه وزارت د کنګل شویوشتمنیو د ازادیداپه اړه بیانیه صادره کړه
Aug 11, 2023 02:05د اسلامی ایران خارجه وزارت د امریکا په وسیله د غیرقانوني ایراني کنګل شویو شتمنیو اویوشمیر زندانیانو د ازادیدا په اړه د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل د ایران دکنګل شویو سرچینو د ازادیدا په اړه خپلو ژمنو ته د امریکا د پایبندۍ په هکله ضروری تضمین ترلاسه شوی دی .
-
د خبر اترو له لارې د وکراین د مسالې پر هواري د چین بیا ځلې ټینګار
Aug 10, 2023 15:08د چین د دولت مقامات هماغه راز د اوکراین د بحران په سیاسي او ډپلماتیک هواري ټینګار لري.
-
په اسلام آباد کې د افغانستان سفارت سرپرست د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند له مشر وکتل
Aug 10, 2023 14:29په پاکستان کې د افغانستان سفارت په يو بيانیه کې ويلي چې په دې کتنه کې ښاغلي مولوي سردار احمد شکیب د افغانستان له خلکو سره د پاکستان د جماعت اسلامي ګوند د اوږدمهاله ملاتړ له امله مننه او د اسلام آباد او کابل ترمنځ د پيوستون پر اړتيا يې ټينګار وکړ. نور تفصیل زموږ د همکار فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
په کندز ولایت کې ترافيکي پېښي نږدي ۵۰ کسانو ته مرګ ژوبله واړوله
Aug 10, 2023 14:18د افغانستان په شمالي کندز ولايت کې ترافيکي پېښه رامنځته شوې، چې په ترڅ کې يې ۴۶ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته. نور معلومات زموږ د همکار نعمت الله افغان په راپور کې واورئ