دایران خارجه وزارت د کنګل شویوشتمنیو د ازادیداپه اړه بیانیه صادره کړه
د اسلامی ایران خارجه وزارت د امریکا په وسیله د غیرقانوني ایراني کنګل شویو شتمنیو اویوشمیر زندانیانو د ازادیدا په اړه د یوې بیانیې په صادرولو سره وویل د ایران دکنګل شویو سرچینو د ازادیدا په اړه خپلو ژمنو ته د امریکا د پایبندۍ په هکله ضروری تضمین ترلاسه شوی دی .
ځینوایرانی سرچینو بیګاد بندیانو د تبادلې لپاره د تهران او واشنګټن د موافقې په اړه مخکې راپورونه تایید کړی وو .
نیویارک ټایمز ورځپاڼۍ له دې وړاندی راپور ورکړ چی پینځه امریکایان به د هغو ایرانیانو د ازادولو په بدل کی چی د بایکاټونو د خلاف ورزۍ په دلیل مجرم پیژندل شوی دي ، له زندان ازاد شي . دغې ورځپاڼي همداراز ادعا وکړه د ایران د تیلی شتمنیو ۶ میلیارډ ډالره به هم ازاد شي .
د ایرنا له راپور سره سم د ایران د خارجه وزارت په بیانیه کې راغلي دی د اسلامي ایران د هغو څو میلیارډ ډالرو د ازادیدا بهیر چی د څو کلونو لپاره په غیرقانوني توګه په جنوبی کوریا کی د امریکا په وسیله کنګل شوی وو ، پیل شو او ایران په دې هکله خپلو ژمنو ته د امریکا د پایبندۍ لپاره ضروری تضمین ترلاسه کړی دی .
همداراز یوشمیر هغه ایراني بندیان چی په غیرقانوني توګه امریکا په وسیله نیول شوي وو ، هم ډیر ژر خلاص کړې شی . د یادولو ده چی د امریکا بندیان تراوسه په ایران کی موجود دي .