-
کاناډا د ۳۰۹ نورو افغان پناه غوښتونکو د لېږد خبر ورکړی
Jul 14, 2023 04:10د کاناډا د کډوالو چاور وزارت وبايلي، چې څه باندې درې سوه نور افغان پناه غوښتونکي يې تازه دغه هېواد ته انتقال کړي دي.
-
ښاغلې رییسي زمبابوې ته ولاړ
Jul 13, 2023 12:04دغه راپور زیاتوی چی د زمبابوې خلک دغه هیواد ته د ښاغلی رییسي له ورتلو ساعتونه مخکې په هوایی ډګر کی شتون پیدا کړ او د رهبرۍ د ستر مقام او شهید حاج قاسم سلیمانی د عسکونو په درلودلو سره یې د ښاغلی رییسي هرکلی وکړ .
-
د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي مخنیوي لپاره پرېکړهلیک تصویب کړ
Jul 14, 2023 01:43په دغه پرېکړهلیک کې چې د ۲۸ تایید، ۱۲ مخالفو او اوو ممتنع رایو سره تصویر شوی، د ملګرو ملتونو له سرمنشي څخه غوښتل شوي چې په نړۍ کې مذهبي مقدساتو ته د سپکاوي پېښو په اړه راپور وړاندې کړي.
-
طالبانو پر افغانستان د لګول شويو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کېدو غوښتنه وکړه
Jul 14, 2023 01:40د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د ملګرو ملتونو د عمومي منشي له ځانګړې استازې روزا اتنبایوا او په کابل کې د یوناما له مرستیال ډینیل انډرس سره په لیدنه کې پر طالبانو د نړیوالو سوداګریزو محدودیتونو د لیرې کولو غوښتنه وکړه.
-
ښځې او نجونې د افغانستان پانګې دي
Jul 14, 2023 01:36د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.
-
د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
-
د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو هېوادونو سره پر ښو او دوستانه اړیکو ټینګار وشو
Jul 13, 2023 08:32د طالبانو د ریاست الوزرا سیاسي مرستیال او کفيل مولوي عبدالکبیر وايي، چې د ایران په ګډون له ټولو ګاونډیو او نړیوالو هېوادونو سره د ښو او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي او غواړي چې دا اړيکې نورې هم پراخې شي. نوموړي دغه څرګندونې په ايران هېواد کې د افغانستان سفیر مولوي فضل محمد حقاني سره په ليدنه کې کړي. نور جزئیات په زموږ د خبریال فضل غني په راپور کې واورئ.
-
له ایران هېواد سره د ریلي همکاریو د پراختیا تفاهم لیک لاسلیک شو
Jul 13, 2023 07:48دغه تفاهم ليک د چهارشنبي په ورځ هرات ولایت کې د افغانستان د وسپنې پټلۍ ادارې د عمومي مشر ملا بخت الرحمن شرافت په مشرۍ پلاوي او ایراني هیئت ترمنځ لاسلیک شو. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واوئ.
-
فاطمةالزهرا(س)د قرآنی بیلګه میرمنو د ټولوغوره صفوتونو هینداره
Jul 13, 2023 12:02د تهران د پښتو خپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د میرمنې د رول په باب د ریحانه نومې لړۍ له نننی پنځلسم مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو ،په دغه مطلب کې د حضرت فاطمةالزهرا مقدس وجودته به اشاره وکړو ،چې ترټولو غوره قرآني میرمن، د اسلام په تاریخ کې ترټولو بیلګه میرمن او د عالمینو د میرمنو «سَیِّدَةَ نِسَاءِ الْعَالَمِینَ» بی بی ده . حضرت فاطمةالزهرسلام ا... علیها هغه ټوله ځانګړنې لري چې خداوندمتعال د یوې بیلګه میرمنې لپاره معرفي کړي دی.دغه بزرګواره بي بي دغه ټول خصوصیات په یوځای لري او په
-
د قران د سپکاوی هدف دمسلمانانواوعیسایانوترمینځ داختلافاتو رامینځته کول دی
Jul 13, 2023 11:21هغه کس چی په سویډن کې یې د قران کریم نسخه وسوزوله د اسراییلو له موساد جاسوسی ادارې سره ارتباط لری او هدف یې دمسلمانانواوعیسایانوترمینځ داختلافاتو رامینځته کول دی