ښځې او نجونې د افغانستان پانګې دي
https://parstoday.ir/ps/news/world-i135672-ښځې_او_نجونې_د_افغانستان_پانګې_دي
د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.
(last modified 2023-07-13T21:09:16+00:00 )
Jul 14, 2023 01:36 Asia/Kabul
  • ښځې او نجونې د افغانستان پانګې دي

د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړي استازي د نوبل د سولې د جایزې ګټونکې ملالې یوسفزۍ د کلیزې په مناسبت په یوه پیغام کې ویلي، چې افغان ښځې او نجونې د افغانستان د راتلونکي لپاره ستره سرمایه ده.

د هشت صبح د خبر له مخې، توماس ویسټ (د چنګاښ په ۲۲مه) په خپل ټویټر کې لیکلي، چې افغان نجونې د خپلو وړتیاوو د لاسته راوړلو لپاره زده کړو ته د بشپړ لاسرسي وړ دي.

نږدې دوه کاله کیږي، چې طالبانو په افغانستان کې نجونو ته له شپږم ټولګي د پورته زده کړو اجازه نه ورکوي.

که څه هم طالبان تل د اسلامي شریعت په چوکاټ کې د نجونو او ښځو لپاره د تعلیم او تربیې د زمینې د برابرولو خبره کوي، خو د نجونو د ښوونځیو تر شپږم ټولګي پورې له تړلو وروسته دغې ډلې د نړۍ پر وړاندې د خپلو ژمنو په تړاو عملي اقدام نه دی کړی.

طالبانو د نجونو د ښوونځیو د تړلو لاملونه د حجاب نه مراعت، کلتوري ستونزې او په نصاب کې بدلونونه بللي دي.