د سالنګونو لویې لارې د بیارغونې چارې پیل شوې
Jul 14, 2023 01:35 Asia/Kabul
د سالنګ لویه لاره، چې د هېواد یوه له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي د بیارغونې چارې یې پیل شوې.
د مسیر ورځپاڼې د خبر له مخې، د سالنګونو د لویې لارې د بیارغونې د چارو د پیل کېدو په مراسمو کې د سرپرست حکومت اقتصادي مرستیال وویل، چې له قوشتېپې کانال څخه وروسته دا دویمه لویه ملي او اقتصادي پروژه ده، چې په بشپړېدو سره به یې د هېواد له شمال څخه سويل ته د تګ راتګ او سوداګرۍ په برخه کې ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.
د سالنګونو د بیارغونې پروژه په شمالي او سویلي سالنګونو کې د خصوصي سکټور له لوري د ۸۰ کیلومترو په اوږدوالي سره د دوو کلونو په موده کې بشپړېږي، چې زرګونو کسانو ته به پکې کاري فرصتونه رامنځته شي.
ټیګونه