-
سپینزر دولتي شرکت په ۴ میاشتو کې ۳۷۰ مټریک ټنه پنبه تولید کړې
Jul 12, 2023 01:25د افغانستان د کندوز ولایت ځایي چارواکي وایي چې د روان کال په څلورو میاشتو کې د دې ولایت په سپینزر دولتي شرکت کې ۱۰۰۰ مټریک ټنه پنبهدانه پروسس شوې، چې ۳۷۰ مټریک ټنه حلاجي شوې پنبه ورڅخه ترلاسه شوې ده.
-
د لبنان په ۳۳ ورځنی جنګ کې د امریکا اواسراییلو ماته
Jul 11, 2023 09:37د یدیعوت احارونوت پوځی خبریال په هغه راپور کی چی د ۳۳ ورځنی جنګ د ۱۷ کلیزې په مناسبت یې خپور کړی دی ، لیکلی دی حزب ا... پیاوړی استخبارات درلودلی او په ټولو څیزونو اشراف لري له دې امله ویلی شو چی په تیرو ۱۷ کلونو کې حزب ا... نور هم قدرتمند شوی او دا د اسراییلو تر ټولو ستره ماته ده .
-
نن ورځ د لوېديځ ننګونه، په نړۍ کې د اقتصادي او سياسي ځواک مرکز ته د آسيا بېرته ستنېدل دي
Jul 11, 2023 09:28د ایرنا د خبر له مخې، د ایران د اسلامي شورا مشر محمد باقر قالیباف د سه شنبې په ورځ په تهران کې د آسیايي پارلمانونو د پلان او بودجې د دایمي کمېټې په پرانیست غونډه کې زیاته کړه چې دغه ستر بریالیتوب ته د لاسرسي او د دې تاریخي بدلون د مدیریت لاره، د سیمه ایزو همپالنې په شرایطو کې د څو اړخیزو همکاریو بنسټیز کول دي.
-
طالبانو د پاکستان د ځانګړي استازي وروستیو څرګندونو ته غبرګون ښودلی
Jul 11, 2023 08:36د طالبانو د سرپرست حکومت وياند د افغانستان لپاره د پاکستان د ځانګړي استازي آصف علي دراني وروستيو څرګندونو ته غبرګون ښودلی او ویلي چې یوازې وزیرستاني کډوال نورو سیمو ته لېږدول کېږي. نور تفصیل زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
طالبانو په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د پاتې وسلو او تجهیزاتو د پلور ادعا رد کړه
Jul 11, 2023 08:26د طالبانو سرپرست حکومت هغه ادعاوې په کلکه رد کړې چې ګواکې دوی هغه وسلې او تجهیزات چې په افغانستان کې له امریکایي ځواکونو پاتې شوي، پر نورو اړخونو پلورلي دي. نور حال زموږ د خبریال فضل غني حقمل په راپور کې واورئ
-
د نورستان ولایتي ادارې په بیلا بیلو برخو کې د اسلامي ایران د مرستې غوښتنه وکړه
Jul 11, 2023 07:39نور تفصیل یې زمونږ د خبریال په رالیږلی راپور کی
-
له ناټو سره د سویډن یوځای کېدل تایید شول
Jul 11, 2023 12:20د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردغان په ناټو سازمان کې د سویډن غړیتوب منلی دی.
-
د افغانستان شمال ته د پاکستانیو طالبانو د منتقلولو موخې او نتیجې
Jul 11, 2023 12:16د افغانستان په چارو کې د پاکستان ځانګړي استازي له ترهه ګرۍ سره د مقابلې لپاره د افغانستان د طالبانو د حکومت ستاینه وکړه.آصف علی دراني په یولړڅرګندونو کې وئيلي دي،د افغانستان طالبانو په همداوروستیو کې له پولې ورآخوا دترهه ګرۍ په اندیښنو د غور لپاره ځانګړي اقدامات کړي دي،خو ددغو اقداماتو د نتیجو لپاره د ګمان د ظاهرولو لپاره تر اوسه ډير زر ده.
-
درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري
Jul 11, 2023 09:44د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
-
په ۳۳ورځني جنګ کې د امریکااو اسرائيلو په ماتې سره نو مینځنی ختیځ (وروستۍ برخه)
Jul 11, 2023 09:41د تهران د پشتوخپرونې خوږو مینه والو په دې شیبو کې د لبنان په ۳۳ ورځني جنګ کې د امریکا او اسرائيلو په ماتې سره د نوي مینځني ختیځ نومې لړۍ له نننی وروستي مطلب سره ستاسو په خدمت کې یوو،هیله ده د استفادې وړ مو وګرځي.