درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري
https://parstoday.ir/ps/news/iran-i135584-درې_ټاپوګان_د_تل_لپاره_په_ایران_پورې_اړه_لري
د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.
(last modified 2023-07-11T05:17:54+00:00 )
Jul 11, 2023 09:44 Asia/Kabul
  • درې ټاپوګان د تل لپاره په ایران پورې اړه لري

د ايران د بهرنيو چارو د وزارت وياند د ايران د درېيو ټاپوګانو بوموسي، کوچنی تنب او لوی تنب په اړه د فارس خليج د همکارۍ شورا او روسيې ګډې اعلاميې په رد سره وويل، دغه درې ټاپوګان د تل لپاره په ايران پورې اړه لري.

د ایران پرس خبري آژانس د خبر له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند ناصر کعناني ویلي چې د دغه ډول څرګندونو خپرول د ایران او ګاونډیانو د دوستانه اړیکو خلاف دي.

کعناني زیاته کړه، د ایران اسلامي جمهوریت د ښه ګاونډیتوب او متقابل احترام د سیاست په دوام په ټینګار سره، د سیمې پرمختګ او ثبات د سیمې د هېوادونو ګډ مسئولیت ګڼي .

باید یادونه وشي چې نړیوال کره اسناد ثابتوي چې په فارس خلیج کې د بوموسي، کوچني تنب او لوی تنب درې ټاپوګان د ایران سره تړاو لري.