-
د اوکراین په مسالې باندې چین سره د فرانسې ملګرتیا
May 11, 2023 09:01د فرانسې د بهرنیو چارو وزیرې کاترین کولونا له خپل چینایي سیال چین ګانګ سره په کتنه کې ویلې چي پاریس د اوکراین د مسالې په هوارولو کې چین سره د ملګرتیا لپاره چمتو دی.
-
د پاکستان د لومړي وزیر په کور د عمران خان د پلویانو برید
May 11, 2023 08:38د پاکستان د مخکنې لومړي وزیر عمران خان پلویانو د هغه د نیول کېدو په غبرګون کې په لاهور کې د شهباز شریف په کور برید کړي دي.
-
د پاکستان د تحریک انصاف مهم مشر ونیول شو
May 11, 2023 03:10زمونږ خبریال راپور راکړی د پاکستان د پلازمینې اسلام اباد پولیسو نن سهار وختي د تحریک انصاف ګوند مهم مشر شاه محمود قریشي چې پخوانی خارجه وزیر هم پاتی شوی دی ونیوه او نامعلوم ځای ته یې انتقال کړ.
-
د پاکستان په اکثرو سیمو کښې پوځیان دیره شوي دي
May 11, 2023 01:21زمونږ خبریال وايي د پاکستان په پلازمینې اسلام اباد کښې د لومړي وزیر شهباز شریف تر مشرۍ لاندې د فیډرال کابینې غونډه وشوه او په بیلابیلو ښارونو کښې په تاوتریخوالو کښې حکومتي ځایونو ته د تاوانونو رسول وغندل شول.
-
د عمران خان په نیونې باندې اعتراض کښې له پوځ سره د هغه د ملاتړو نښتې روانې دي
May 10, 2023 11:39د پاکستان تحریکِ انصاف د مشر او د پخواني وزیراعظم عمران خان له نیول کیدو یوه ورځ وروسته د هغه د پلویانو او امنیتي ځواکونو ترمینځ نښتو زور اخیستی دی.
-
د سوریې سفارتي پلاوي په عربستان کښې کار پیل کړ
May 10, 2023 11:24په سوریې کښې د خپل ډیپلماټک پلاوي د فعالیت د رسمي پيلیدو په هکله د عربستان د خارجه وزارت له اعلان وروسته دمشق هم سمدستي په ریاض کښې په رسمي توګه خپل کنسولي فعالیت پيل کړ.
-
اروپایان دې له امریکې سره د زوال په لور نه ځي
May 10, 2023 11:23د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکا د زوال په لاره روانه شوې ده، ټینګار وکړ: که اروپا او د امریکې نور انډیوالان ځان د دغه هیواد د ړانده ملاتړ له زولنو خلاص نه کړي نو له هغې سره به یو ځاې زوال وکړي.
-
پاکستان کې د عمران خان د پلویانو پراخې مظاهرې
May 10, 2023 10:21د الجزیرې ټلویزیونې چېنل د پاکستان په لویو ښارونو کې د دې هیواد د مخکني لومړي وزیر او د تحریک انصاف د ګوند مشر عمران خان د پلویانو د پراخو مظاهرو تصویرونه خپور کړ، مظاهرې د پاکستان د حکومت له لورې د عمران خان د نیول کېدو د امله روانې دي.
-
له تجارته د ډالر ختمول د ایران او پاکستان د پارلیماني چارواکو د خبرو چورلیز
May 10, 2023 08:45په سوداګرۍ کښې د ډالر د ختمولو ضرورت، د یواړخیز پالنې خلاف یووالی او د ګډو ګټو د تامین لپاره ختیځ ته کتنه، د پاکستان د سینټ د دفاعي چارو د کمینش له مشر سره د ایران د پارلیمان د ملي امنیت او بهرني سیاست د کمیشن د مشرانو د مذاکراتو چورلیزونه وو.
-
تهران کښې د کتاب نړیوال نندارتون پرانستل شو
May 10, 2023 07:50د تهران د کتاب د نړیوال نندارتون څلور دیرشم پړاؤ پیل شوی دی