اروپایان دې له امریکې سره د زوال په لور نه ځي
(last modified Wed, 10 May 2023 10:23:23 GMT )
May 10, 2023 14:53 Asia/Kabul
  • اروپایان دې له امریکې سره د زوال په لور نه ځي

د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز په دې خبرې سره چې امریکا د زوال په لاره روانه شوې ده، ټینګار وکړ: که اروپا او د امریکې نور انډیوالان ځان د دغه هیواد د ړانده ملاتړ له زولنو خلاص نه کړي نو له هغې سره به یو ځاې زوال وکړي.

د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې جنرال محمد باقري نن په تهران کښې د نوي نړیوال نظم د هندسې په کانفرنس کښې وویل: په نړۍ باندې د چورلټۍ مشرۍ لپاره کوشش له ماتې سره مخامخ شوی دی چې نښې یې له عراق او افغانستانه د تیښتې په شان شاتګ او په لویدیځې آسیا کښې د امریکايي پوځیانو د پام وړ کمیدو او د چین په جنوب او د اروپا په لویدیځ کښې په دیره کیدو کښې د امریکې په لالهاندۍ کښې په ښه توګه لیدې شو.

هغه هم داشان دې ټکي ته په اشارې سره چې اسرائیل  هم د زوال خوا ته روان شوی دی، څرګنده کړه: په مقابل کښې د فلسطین مظلوم ولس او د مقاومت چورلیز د قدرت او غږملتیا په اوج کښې او د فلسطین د آزادۍ په لاره کښې مخ په وړاندې روان دی.

جنرال باقري وویل: ایران د امریکې او د هغې د اروپايي انډیوالانو پوځي کړنلاره د سیمې په تاوان ګڼي او د فلسطین د خلکو د حاکمیت حق یې په رسمیت پيژندلی او په پوره توان سره یې مرسته کوي.