-
بقائي: عراقچي له بن سلمان سره ګټه ورې خبرې اترې وکړې
Jul 09, 2025 02:56د ایران د خارجه وزارت ویاند وویل: سید عباس عراقچي له سعودي ولیعهد بن سلمان او خارجه او دفاع وزیرانو سره ګټه ورې خبرې اترې کړې دي.
-
بقايي د ټرمپ د ادعا په غبرګون کښې: له امریکايي لوري د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوې
Jul 09, 2025 02:53د ایران د خارجه وزارت ویاند پرون د امریکې د ولسمشر د ادعاو په غبرګون کښې وویل: د ایران له خوا له امریکایانو د ملاقات هیڅ غوښتنه نه ده شوي.
-
عراقچي: امریکا دې پوهه شي چې د پایدارې صلحې یوازنۍ لاره، بدماشي نه بلکې محترمانه خبرې اترې دي
Jul 09, 2025 02:49د ایران د بهرنیو چارو وزیر وویل: صلحې ته د رسیدو د لارې تقاضا ده چې د امریکې فیصله کوونکي په دې پوه شي چې یوازنۍ پایداره لاره، محترمانه خبرې اترې دي نه بې ځایه بدماشي، اوس نو خوښه د امریکې ده.
-
ابوعبیده: د نتانیاهو ترټولو احمقانه فیصله، په غزه کښې د خپلو ځواکونو ساتل دي
Jul 08, 2025 08:42د ایرنا د خبر له مخې، د شهید «عزالدین القسام» د کنډکونو ویاند په «بیت حانون» کښې کامیابو عملیاتو او صهیونیسټي رژيم ته تاوان رسولو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې ترټولو د سترې بې عقلۍ فیصله چې د دغه رژيم وزیراعظم بنیامین نتانیاهو یې کولې شي، د غزې په تړانګه کښې د خپلو ځواکونو ساتل دي.
-
واشنګټن ولې له بریکس څخه ویره لري؟
Jul 08, 2025 12:48پارس ټوډې - د بریکس د مخ په زیاتیدونکي ودې او د نړۍ د جنوب مهمو هیوادونو ته د هغې د پراختیا سره، امریکا یو ځل بیا دغې ډلې ته ګواښ وکړ، او ویې ویل چې نور یې یوازې د یوې اقتصادي ډلې په توګه نه ګوري، بلکې د خپلې مشرۍ لاندې نړیوال نظم ته د ګواښ په توګه ګوري.
-
ایران د امریکې او صهیوني رژیم د بدماشۍ مخې ته ولاړ دی
Jul 08, 2025 12:05د ایران د وسله والو ځواکونو لوې درستیز وویل: ایران په پوره توان سره د امریکې او صهیوني رژیم د بدماشۍ په وړاندې اودرید.
-
د امریکا پوهنتون استاد: د ټرمپ د ډیپلوماسۍ ادعا باوري نه ده
Jul 08, 2025 11:55پارس ټوډی: د کالیفورنیا ایالتي پوهنتون یو استاد نن سهار د ایران په وړاندې د واشنګټن او تل ابیب د ۱۲ ورځنۍ جګړې په اړه وویل: د امریکا اوږدې او شرمونکې مخینې ته په پام سره چې ژمنې او تړونونه یې مات کړي او تاوتریخوالي ته یې مخه کړې، د ډونلډ ټرمپ د دیپلوماسۍ او مذاکراتو میز ته د بیرته راستنیدو ادعاوې باوري نه دي او هر ډول تړون باید د عمل او رښتینولۍ پر بنسټ پرمخ ولاړ شي.
-
روسیه: بریکس په نړۍ کې خپل اقتدار زیاتوي
Jul 08, 2025 11:48پارس ټوډی: د روسيې د ملي امنیت شورا مرستیال د امریکې د ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خوا د بریکس د غړو پر وړاندې د تعرفو ګواښ ته په غبرګون کې ټینګار وکړ چې دا سازمان په نړیواله کچه خپل اقتدار زیاتوي.
-
کیوبا: ملګري ملتونه سمدستي پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري
Jul 08, 2025 11:14پارس ټوډی: د کیوبا ولسمشر په خپلو څرګندونو کې بریکس ډله د هیلې او امید د سمبول په توګه یاده کړه او ټینګار یې وکړ چې ملګري ملتونه په بیړه هغو پراخو اصلاحاتو ته اړتیا لري، چې د نړۍ جنوبي هیوادونو یې له نیمې پیړۍ راهیسې غوښتنه کوله.
-
ماسکو کې د ایران استازي د شانګهای سازمان د غړو له استازو سره لیدنه وکړه
Jul 08, 2025 10:53پارس ټوډی: د ایران د اسلامي جمهوریت استازي د روسيې په پلازمینه ماسکو کې د صنعت وزیرانو د غونډې په څنډه کې د شانګهای اقتصادي همکارۍ سازمان د غړو هیوادونو له استازو سره لیدنه وکړه.