د ایران مرستیال خارجه وزیر د عربستان له چارواکو سره کتنه وکړه
د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال پرون ناوخته په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنې کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پراختیا ترڅنګ ، د سیمه اییزو موضوعګانو او د ایټمي موضوع په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال د سعودي عربستان په ریاض کې ددغه هیواد د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنه کې د دوو اړخیزو اړیکو او ملګرتیا د پراختیا او د ایټمي موضوع په اړه خبرې اترې وکړې.
زمونږ خبریال راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال پرون ناوخته په ریاض کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره په کتنې کې د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پراختیا ترڅنګ ، د سیمه اییزو موضوعګانو او د ایټمي موضوع په اړه خبرې اترې وکړې.
د ایران د بهرنیو چارو وزارت د حقوقي او نړیوالو چارو مرستیال کاظم غریب آبادي په ایکس چینل کې د سعودي عربستان د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال سره د کتنې په اړه په په یوه پيغام کې لیکلي: د سعودي عربستان چارواکو سره د مشورو په دوام کې، د بهرنیو چارو وزارت له مرستیال او د ایران، عربستان او چین په د درې اړخیزې ګډې کمېټې کې د دې هېواد له استازي سره جناب ولید الخریجي، ئې کتنه کړې چې په دې کتنه کې، مونږ د دوه اړخیزو اړیکو او همکارۍ د پراختیا ترڅنګ، سیمه اییزو موضوعګانو و او د ایټمي مذاکراتو پروسې په اړه هم خبرې اترې او د نظر تبادله وکړه.