-
د ايران عملياتي سياست په اوچته سطح د دفاعي قلمرو پراختيا ده
May 21, 2021 12:08د اسلامي انقلاب د پاسدارانو د لښکر عمومي قومانداان په دې باندې په تاکيد سره چې د ايران عملياتي پاليسي او سياست په اوچت سطح او پراخې ژورتيا کښې د دفاعي قلمرو پراختيا ده وويل: ايران له لرې څخه د جنګ د قابليت ترلاسه کول دے چې دغه قابليت ته اورسېد.
-
د صهيونېسټ رژيم د تېريو له ختمېدو څخه د ملګرو ملتو هرکلے
May 21, 2021 12:04د ملګرو ملتو مشر آنتونيو ګوټرش د فلسطينيانو او صهيونېسټ رژيم ترمېنځ د ډزبندۍ له ټينګېدو او د اسرائيلو تېريو له ختمېدو څخه هرکلے وکړ.
-
په افغانستان کښې تقريبا ۱۵۰ طالب ځواکونه ووژل شول
May 21, 2021 12:01د افغانستان د فوځ په عملياتو کښې د طالب ډلې تقريباً يو نيم سل تنه ووژل شول.
-
د غزې د يولس ورځني جنګ نتائج
May 21, 2021 10:49له يولس ورځو جنګه وروسته بالاخره د اسرائيلو او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ ډزبندي اوشوه.
-
د اړم په توګه د ټرمپ د بنديزونو دوام د قبول وړ نه دے
May 21, 2021 09:54د ايران خارجه وزير وويل: د بائيډن د حکومت لخوا د خبرو اترو د اړم په توګه د ترمپ د غېرقانوني او غېرانساني بنديزونو د دوام د قبول وړ نه دے.
-
«د قدس توُره» جنګ وښودله چې اسرائيل د جولا له ځالې هم سست دے
May 21, 2021 09:09د لبنان حزب الله اعلان وکړ، «د قدس توُره» نومې جنګ يوځل بيا وښودله چې اسرائيل د جولا له ځالې هم زيات سست او کمزورے دے.
-
جلریز ولسوالي طالبانو ونيوله
May 21, 2021 09:05د افغانستان د میدان وردګو ولایت په (جلریز) ولسوالۍ کښې دافغان ځواکونو او طالبانو تر منځ له پنځو ورځنۍ نښتو وروسته نن دطالبانو په لاس سقوط شوه.
-
په هند کښې د طوفان له کبله ۱۲۲ تنه ووژل شول او په لسګونو ميلينه خلق بې کوره شول
May 21, 2021 08:23د هند په شپږو صوبو کښې ټائوکټا نومې طوفان له کبله تر اوسه ۱۲۲ تنه ووژل شول او په لسګونوميليه خلق له خپلو کورونو کډه په سر شول.
-
فلسطينيانو د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د مقاومت په کاميابۍ جشن جوړ کړ
May 21, 2021 07:03رسانه اي سرچينو له ډزبندۍ او د صهيونېسټ رژيم په مقابل کښې د فلسطين د مقاومت له کاميابۍ وروسته د غزې په ټولو ښارونوکښې د فلسطينيانو د جشن جوړولو او خوشحاليو کولو خبر ورکړ.
-
افغان سني عالمانو د نړيوال استکبار د ګوډاګيو په لاس د علماو او پوهانو وژله وغندله
May 20, 2021 11:09په ايران کښې مېشته د افغانستان سني علماؤ د نړيوال استبکار په مشرۍ د اسلام د دښمنانو د ګوډاګيو په لاسو د ديني علماو وژله سخته وغندله.