د غزې د يولس ورځني جنګ نتائج
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i100598-د_غزې_د_يولس_ورځني_جنګ_نتائج
له يولس ورځو جنګه وروسته بالاخره د اسرائيلو او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ ډزبندي اوشوه.
(last modified 2023-01-24T09:59:29+00:00 )
May 21, 2021 15:19 Asia/Kabul
  • د غزې د يولس ورځني جنګ نتائج

له يولس ورځو جنګه وروسته بالاخره د اسرائيلو او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ ډزبندي اوشوه.

د اسرائيلو او د فلسطين د مقاومت د ډلو ترمېنځ جنګ د روانې مۍ د مياشتې له لسمې شروع شو او نن د مۍ په يويشتمه نېټه دواړو لورو د ځينو بهرنيو لوبغاړو به مېنځګړيتوب سره له ډزبندۍ سره موافقت وکړ. اوس مهمه پوښتنه دا ده چې دغه جنګ څه نتيجې لرلې دي.

د دغه جنګ وړومبنۍ نتيجه د فلسطين د مقاومت د ډلو د دفاعي قوت اثباتول وو. دغه جنګ وښودله چې د مقاومت ډلې په کاڼو تيګو سره د مقابلې له مرحلې نه تېرې شوې دي او په خپل توغنده اي قوت سره د اسرائيلو فوځ او بنيادي مراکزو ته د زيان رسول قوت لري. په دغه جنګ کښې د فلسطين د مقاومت ډلو په دريو سطحو يعنې په اوچته سطح ، مېنځنۍ سطح او لاندې سطح د نيواکي زمکو په لور له څلورو زرو نه زيات توغندي او راکټونه وويشتل. مهم ټکے دا دے چې د جنګ د شروع کېدو په وړومبۍ ګېنټه کښې په نيواکي زمکو درې سوه توغندي اورولې شول چې سل توغندي يوازې په وړومبني يو منټ کښې ويشتل شوي دي.

په حقيقت کښې دغه جنګ په اطلاعاتي، تکنيکي، تاکتيکي او جنګي برخو کښې د مقاومت د ډلو قوت او همدارنګ له خپل جغرافيائي، تاريخي او مذهبي تشخص څخه د دفاع په قدس شريف کښې له اوسيدونکو فلسطينيانو څخه د دفاع لپاره د دغو ډلو قوت ثابت کړ.

د دغه جنګ دويمه نتيجه د اسرائيلو د دفاع نظام د کمزوريو په ډاګه کېدل وو. اسرائيل چې په ډېرو پروپېګنډو سره يې د اوسپنيز ګنبد د کارنده توب نغارې وهلې د دې کتونکے ؤ چې د فلسطين د مقاومت د ډلو له پينځه اويا فيصدو نه زيات توغندي په نښه ولګېدل. دا موضوع د اسرائيلي رژيم لخوا د ډزبندۍ د منلو يو دليل دے. په حقيقت کښې په خاصه توګه د اوسپنيز ګنبد، فلاخن داوود، پېټرياټ او ټاو په شمول د هوا فضاء په برخه کښې د اسرائيلو جنګي او مېداني توان ډېر زيات کم شو او له دې نه زيات په فوځي برخه کښې د دغه رژيم لپاره د جنګ جاري ساتلو امکان نه ؤ.

د دغه جنګ دريمه نتيجه د نيواکي زمکو د فوځيانو او عامه خلقو لپاره د روحي او نفسياتي مشکلاتو څرګندېدل وو. جنګ اوږدېدو له يوې خوا د اسرائيلي فوځيانو په روحيې او له بلې  خو د عامه اسرائيلي خلقو په ژوند باندې اثر وکړ. د مقاومت د توغنديو په دوامداره توګه د ويشتو په اثر په نيواکي زمکو کښې مدني ژوند له سختو مشکلاتو سره مخامخ شو. د اسرائيلي زخميانو زيات شمېر د اسرائيلي ښاريزو لپاره د نفسياتو مشکلاتو د رامنځته کېدو سبب شوے ؤ. د نيواکي زمکو په جنوب کښې له دوو ميلينو زياتو اسرائيلي ښاريزو له ښاريو نه په بهر کښې پناه ځايونو ته مخه کړه چې د صهيونېسټ مېشته ښاريو د اوسېدونکو د امنيت په ټينګولو کښې د اسرائيلي رژيم په توانمنۍ اطمينان نه لرل او ويره د دغه حالت سبب ؤ.

د اسرائيلو د دفاعي نظام د کمزوريو څرګنېدل او د دغه رژيم د فوځيانواو عامه خلقو لپاره د روحي او نفسياتي مشکلاتو رامنځته کېدل او ورسره د جنګ نور نتائج د دې سبب شول چې بنيامين نتنياهو ډزبندۍ ته غاړه کيږدي. بې له قېدوشرطه ډزبندۍ ته غاړه اېښودل د اسرائيليانو له نظره د فلسطين د مقاومت له ډلو څخه د دغه رژيم د ماتې په معنا وو. نو ځکه په نيواکي زمکو کښې په نتنياهو باندې نيوکې زياتې شوې دي.

دا ويلې شوو چې د دغه جنګ څلورمه نتيجه د اسرائيلو د اقتدار په جوړښت کښې د بنيامين نتنياهو د پوزيشن متزلزل والے ؤ. په همدې لړ کښې د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان غړے مېرمن ايليټ شاکيد د دغه رژيم د کابينې د ډزبندۍ د فېصلې په ردعمل کښې وويل: له غزې سره بې له قېدو شرطه جنګ بندول د اسرائيلو لپاره شرمناکه خبره ده. د صهيونېسټ رژيم د نوي اميد نومې ګوند غړي ګيدعون سعر هم په غزه له مقاومت ډلو سره ډزبندي د دغه رژيم لپاره يوه شرمناکه موافقه وبلله. د صهيونېسټ رژيم د پارلېمان يو بل غړي ايتمار بن غفير هم د اسرائيلو شرمناکه او له ذلالته ډکه ډزبندي د حماس غورځنګ په مقابل کښې يوه خطرناکه تسليمېدنه وبلله او وې ويل دغه ډزبندي به د اسرائيلو لپاره سخت حالات رامنځته کړي.

---------