-
په مختلفو برخو کښې له ډي۸ هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار یو
Apr 08, 2021 03:16د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تجارت اسانول او زیاتول، د ترانسپورټ د ارتباطاتو پراختیا، د سیاحت پياوړتیا او له ټیکنالوجیکي او انساني په تیره بیا د ځوانانو له وړتیاؤ ګټه پورته کول د ډي-۸ سازمان له وړومبیتوبونو وبلل او په دې برخو کښې جدي ملګرتیاؤ ته یې د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.
-
د پاکستان او روسیې چارواکو د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا ټینګار وکړ
Apr 08, 2021 03:05د پاکستان وزیراعظم او د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په مختلفو برخو کښې د دواړو هیوادونو ترمینځ د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا باندې ټینګار وکړ.
-
د افغانستان ولسمشر د صلحې لپاره د خپل پلان دفاع وکړه
Apr 08, 2021 00:49د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او د صلحې د پلان دفاع وکړه.
-
د استنبول په غونډه کښې د اشرف غني له طرحې د ملاتړ لپاره د اتمر صلاح مشورې
Apr 07, 2021 13:08د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر د ترکیې د استبول د غونډې د پیلیدو په درشل کښې د ولسمشر اشرف غني د صلحې له طرحې د ملاتړ لپاره د پاکستان او جرمني او هم داشان د اروپايي اتحادیې او ناټو له استازو سره د صلاح مشورو نوې پړاؤ پيل کړ.
-
طالبانو د اشرف غني د صلحې له طرحې سره مخالفت وکړ
Apr 07, 2021 13:06وسله والو طالبانو د سولې په اړه د ولسمشر محمد اشرف غني له طرحې سره مخالفت ښودلی او ویلي یې دي چې د دوحې تړون عملي کول افغانستان کې د سولې او ثبات لپاره غوره انتخاب دی.
-
له پاکستانه سوریې ته زیارتي سفرونه آزاد شول
Apr 07, 2021 13:01د سوریې حکومت دمشق ته د پاکستاني زیارتوالو د سفرونو د بیاپیلولو خبر ورکړ
-
د برجام د ګډ کمیشن غونډه، د ۴+۱ ډلې هیله مندي او د ایران تمې
Apr 07, 2021 11:43د برجام د ګډ کمیشن اتلسمه غونډه د ۴+۱ ډلې او د ایران د پلاویو په شتون سره پرون د آسټریا په پلازمینې ویانا کښې ترسره شوه.
-
په کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر هدف ته له رسېدو مخکښې ووژل شو
Apr 07, 2021 10:56په کندهار کې یو ځانمرګی بریدګر له موټربم سره یو ځای هدف ته له رسېدو مخکې له منځه لاړ
-
په ننګرهار ولایت کې به سږ کال شپږ زره کیلو وریښم تولید شي
Apr 07, 2021 10:27له جلال آباده زمونږ خبریال رپورټ راکړی چې د ننګرهار دکرنې او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي په روان کال کې به د ننګرهار ولایت په کامې او ښیوې ولسوالیوکې له څلور زرو تر شپږ زرو کیلو ګرامو پورې وریښم تولید شي.
-
د افغانستان په حکومت کښې د طالبانو شاملیدل د صلحې ترټولو غوره لاره ده
Apr 07, 2021 10:12د افغانستان پخواني ولسمشر په دغه هیواد کښې د صلحې د ټینګیدو ترټولو اسانه او غوره لاره، د افغانستان په اوسني حکومت کښې د طالبانو شاملیدل وبلل