ظریف:
په مختلفو برخو کښې له ډي۸ هیوادونو سره ملګرتیا ته تیار یو
د ایران د بهرنیو چارو وزیر د تجارت اسانول او زیاتول، د ترانسپورټ د ارتباطاتو پراختیا، د سیاحت پياوړتیا او له ټیکنالوجیکي او انساني په تیره بیا د ځوانانو له وړتیاؤ ګټه پورته کول د ډي-۸ سازمان له وړومبیتوبونو وبلل او په دې برخو کښې جدي ملګرتیاؤ ته یې د ایران د چمتووالي خبر ورکړ.

محمد جواد ظریف پرون د ډي-اته په نامه د پراختیا په حال کښې اتو هیوادونو د اقتصادي ملګرتیا د سازمان د خارجه وزیرانو په آنلاین غونډې کښې ګډون او وینا وکړه.
د ایران خارجه وزیر د کرونا بې مخینې کړکیچونو او د غړو هیوادونو په اقتصاد باندې یې خرابونکو آثارو ته اشاره وکړه.
ظریف د کرونا د وبا په دوران کښې د ایران د خلکو خلاف د امریکې ظالمانه بندیزونو ته په اشارې سره، د ولسونو ترمینځ د پیوستون د حس د زیاتیدو او هم په بحراني حالاتو کښې ملګرتیا ته ګروهنه، د دې کرونايي پړاؤ مثبت درسونه وبلل.
د ډي-۸ د غړو هیوادونو د خارجه وزیرانو غونډه د بنګله دیش د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ او د مصر، انډونیشیا، ایران، ملایشیا، نایجیریا، پاکستان او ترکیې د خارجه وزیرانو په آنلاین شتون سره، د دغه سازمان د لسمې غونډې په درشل کښې چې نن به جوړیږي، ترسره شوه.