د افغانستان ولسمشر د صلحې لپاره د خپل پلان دفاع وکړه
https://parstoday.ir/ps/news/afghanistan-i98622-د_افغانستان_ولسمشر_د_صلحې_لپاره_د_خپل_پلان_دفاع_وکړه
د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او د صلحې د پلان دفاع وکړه.
(last modified 2023-01-24T06:29:29+00:00 )
Apr 08, 2021 00:49 Asia/Kabul
  • د افغانستان ولسمشر د صلحې لپاره د خپل پلان دفاع وکړه

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او د صلحې د پلان دفاع وکړه.

د افغانستان ولسمشر محمداشرف غني د خپلې بهرنۍ پالیسۍ او د صلحې د پلان دفاع وکړه.

ده وویل، افغانستان یوې عزتمنې صلحې ته اړتیا لري چې د هیواد لپاره د روښانه راتلونکې سبب شي؛ نه داسې صلحه چې افغانستان په نړیواله ټولنه کې منزوي کړي.

تاند خبري سایټ لیکلي چې ولسمشر غني د صلحې لپاره د خپل پلان په تشریح کې وویل، له افغانستانه دباندې به هیچا ته اجازه ورنه کړل شي چې د دې هیواد لپاره مشر وټاکي.

ده وویل«موږ ته د نظام دوام مهم دی نه د ځان.»

ښاغلي غني دا هم وویل، که هرڅوک داسې ګومان کوي چې د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونه به وپاشل شي، له سره دې فکر وکړي.

د افغانستان ولسمشر د ملګروملتو رول ته په اشارې وویل«ملګري ملتونه متبادل نه دي خو په افغانستان کې د صلحې د ټینګولو په برخه کې رول لوبوي او په افغانستان کې تلپاتې صلحه او ثبات، چې هیله ده افغانستان ته به راشي، د ملګروملتو د امنیت شورا او ټولې نړیوالې تولنې تضمین ته اړتیا لری.»

ده همداراز وویل«یوازې افغانان خپل راتلونکی مشر (ولسمشر) ټاکلی شي بل هیڅوک له بهره د افغانستان لپاره مشر نه شي ټاکلی.، دا زموږ حق دی او زموږ د اساسي قانون اصل او د ملت غوښتنه.»

ښاغلي غني زیاته کړه«د افغانستان ملي امنیتي او دفاعي ځواکونو په هیواد کې د خپلو وینو په بیه د ولسواکۍ دفاع کړې ده.» ده د دولت د وسله والو مخالفانو جنګ د واک د ترلاسه کولو لپاره جګړه وبلله.

د افغانستان ولسمشر په عین حال کې د ترکیې د استانبول غونډې ته پوره چمتووالی اعلان کړ.

خو تراوسه لا څرګنده نه ده چې د استانبول غونډه به کله جوړېږي او طالبانو هم ویلي چې لا یې پرېکړه نه ده کړې چې د استانبول په غونډه کې ګډون کوي او که نه.