-
سعودي عرب د یمن په اشغال کې ناکامه پاته شوی
Mar 12, 2021 13:04د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اعلان وکړ چي سعودي عرب فکر کاوه چي په دریو اوونیو کې به یمن اشغال کړي لیکن د ماتي سره مخ شو او د کلونو په تېرېدو سره لاهم د یمن په ولس بمبارۍ کوي.
-
انقرې په امریکا کې د ترکي کنسل د قاتل په خوشي کېدو خواشیني وښوده
Mar 12, 2021 12:58امریکا د دې هیواد په لس انجلس ایالت کې د ترکي ډیپلوماټ قاتل له زندان څخه خوشي کړ چي دغه اقدام د ترکیې له غبرګون سره مخ شو.
-
په مسکو کې د افغانستان د سولي له غونډي څخه د دوحې هرکلی
Mar 12, 2021 12:48د قطر د بهرنیو چارو وزیر په مسکو کې د بینالافغاني خبرو د راروانې غونډې د جوړېدو څخه هرکلی کړی دی.
-
افغانستان کې د موقتي ادارې له جوړېدو څخه د پاکستان د سفیر هرکلی
Mar 12, 2021 12:46په داسي حال کې چي افغانستان د امریکا له خوا د موقتي ادارې له طرحي سره مخالفت ښودلی په کابل کې د پاکستان سفیر له دې طرحي هرکلی وکړ.
-
د افغانستان د اسلامي اخوت په اوونیزه شورا کې د امریکا له طرحي سره مخالفت
Mar 12, 2021 09:40د افغانستان د اسلامي اخوت په اوونیزه شورا کې د امریکې له خوا د موقتي ادارې له طرحي سره مخالفت وشو ځکه چي د ګډونوالو په وېنا یاده طرحه په دغه هیواد کې د نفاق زمینه برابروي.
-
اسرائیلو سره د اماراتو ۱۰ میلیارد ډالریزه مرسته
Mar 12, 2021 09:09عربي امارات اعلان وکړ چي په اسرائیلو کې د پانګه اچوونې په موخه ۱۰ میلیارد ډالریزه صندوق جوړ کړی دی.
-
کندهار کې موترسايکل بم چاودنه شوې
Mar 12, 2021 12:54په افغانستان کې د بمي چاودونو په دوام کې افغان امنیتي چارواکو د دې هیواد په جنوبي ولایت کندهار کې د موټر سایکل بم چاودنې خبر ورکړی دی.
-
د امریکې دباؤنه او له سیاسي څیرو سره د اشرف غني ملاقاتونه
Mar 12, 2021 04:11د انتقالي حکومت د طرحې له وړاندې کیدو او د امریکې له دباؤنو وروسته د افغانستان له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د ولسمشر اشرف غني صلاح مشورې زیاتې شوې دي.
-
له لوږې سره د مبارزې لپاره د پاکستان جامع طرحه پیل شوه
Mar 12, 2021 04:05د پاکستان حکومت په خپل هیواد کښې له لوږې سره د مقابلې هراړخیز پروګرام پیل کړی دی.
-
د اروپا او امریکا ترمینځ د افغانستان په سر اختلاف پيدا شوی دی
Mar 12, 2021 04:00اشرف غني ته د امریکې د خارجه وزیر خبردارونکې او سخت لیک، د اروپايي اتحادیې له منفي غبرګون سره مخامخ شوی دی.