اسرائیلو سره د اماراتو ۱۰ میلیارد ډالریزه مرسته
Mar 12, 2021 09:09 Asia/Kabul
عربي امارات اعلان وکړ چي په اسرائیلو کې د پانګه اچوونې په موخه ۱۰ میلیارد ډالریزه صندوق جوړ کړی دی.
د امارات د خبري اژانس (وام) د راپور سره سم، د اسرائیلو سرغنه بنیامین نتانیاهو تیره ورځ د ابوظبي له ولیعهد محمد بن زاید آل نهیان سره د دوه اړخیزو اړیکو په اړه ټیلفوني خبري اترې وکړې.
د یادو سلامشورو وروسته عربي امارات اعلان وکړ چي په اسرائیلو کې د انرجیو، اوبو، کرهڼې او فضایي ټکنالوجیو په ډګر کې ۱۰ میلیارد ډالره پانګونه کوي او د دې کار لپاره یې یو صندوق جوړ کړی دی.
د بلي خوا څخه بیا د امارات د دفاعي ټکنالوجیو څانګه (ایدج) د صهیونیستي رژیم له فضایي او فوځي څانګې سره په ګډه د توغندیزونو سیسټمونو د جوړلو لپاره موافقه کړې.
ټیګونه