د امریکې دباؤنه او له سیاسي څیرو سره د اشرف غني ملاقاتونه
د انتقالي حکومت د طرحې له وړاندې کیدو او د امریکې له دباؤنو وروسته د افغانستان له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د ولسمشر اشرف غني صلاح مشورې زیاتې شوې دي.
د انتقالي حکومت د طرحې له وړاندې کیدو او د امریکې له دباؤنو وروسته د افغانستان له جهادي او سیاسي شخصیتونو سره د ولسمشر اشرف غني صلاح مشورې زیاتې شوې دي.
د تسنیم خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي چې اشرف غني د صلحې د بهیر په هکله د هیواد له یوشمیر جهادي مشرانو او سیاسي شخصیتونو سره خبرې اترې کړې دي.
په دغې غونډې کښې د ملي مصالحې د عالي شورا د مشر عبد ا... عبد ا...، د عوت ګوند او د ساتنې او ثبات د شورا د مشر عبدالرب رسول سیاف، د ملي اسلامي غورځنګ د مشر مارشل عبدالرشید دوستم او د جمعیت اسلامي ګوند د اجرايي شورا د مشر عطا محمد نور په شان د افغانستان یوشمیر شخصیتونه موجود وو.
په یادې غونډې کښې د افغانستان د امنیتي وضعې په ښه کیدو، د ملي اجماع په پراختیا او د مشورتي غونډو په دوام باندې ټینګار شوی دی.