-
د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران حق محفوظ دی
Oct 29, 2024 12:00د پاکستان د پارلیمان استازي د صهیونیسټي رژیم جنایتونو ته د ځواب لپاره د ایران د اسلامي جمهوریت په حق باندې ټینګار وکړ.
-
د اسرائیلي رژیم له خوا په نیواکي فلسطین کښې د آنرو په فعالیت بندیر، له نړیوال غبرګون سره مخ شوی دی
Oct 29, 2024 10:42د نړۍ بیلابیلو هیوادونو او شخصیتونو د فلسطیني کډوالو لپاره د ملګرو ملتو د مرستې او کارموندنې د آژانس UNRWA) د فعالیت په بندولو کښې د صهیونیسټي رژيم اقدام وغنده.
-
ایران باندې د اسرائیلو د حملې په هکله د امنیت شورا په غونډه کښې د مختلفو هیوادونو نظرونه
Oct 29, 2024 07:28په ایران باندې د صهیونیسټي رژیم له تیري وروسته د ملګرو ملتو د امنیت شورا بیړنۍ غونډه په داسې حال کښې جوړه شوه چې امریکا او د صهیونیسټي رژيم د اقداماتو پلوي ملاتړي یې د نورو هیوادونو له سختې نیوکې سره مخامخ شول.
-
ایران: د اسرائیلو رژیم د امریکې د بې قیدوشرطه ملاتړ په وجه هم سپين سترګې شوی دی
Oct 29, 2024 06:58په ملګرو ملتونو کې د ایران سفیر او دایمي استازي وویل، له اسرائیلي رژیم سره د امریکې بې قیدوشرطه ملاتړ او د امنیت شورا د یوې دایمي غړې په توګه د هغې د دندو په اجرا کولو کې د خنډونو اچولو، دغه رژیم د خپلو جنایتونه او تیريو په جاري ساتلو کښې لاسپين سترګې کړی دی.
-
چین د ایران په ضد د اسرائیلي رژیم د تیریو په وړاندې غبرګون وښوده
Oct 29, 2024 03:49د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د ایران په خلاف د اسرائیلو د رژیم وروستی تیری ګر اقدام په غبرګون کښې وویل: بېجینګ د هېوادونو له ملی حاکمیت د سرغړونې مخالفت کوی.
-
د افغانستان حکومتي اورګانونه له داخلی تولیداتو څخه استفادې ته پابنده دي.
Oct 28, 2024 11:16د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت مشرتابه له سوداګرۍ د ملاتړ او له خصوصي سیکټر سره د ښه تعامل په اړه دوه ماده ییز فرمان صادر کړی دی. په دې فرمان کې د جغرافيايي موقعّيت، د هېواد اقتصادي اهميت، د سيمې وروستي اقتصادي او سياسي بدلونونو، د سوداګرۍ د معياري کولو، د صادراتو د ډېروالي او د ګاونډيو، سیمه ایزو او نړیوالو هېوادونو سره د پایه دارو سوداګریزو اړیکو د رامنځته کولو، د خصوصي سکټر او کورنیو توليداتو د هڅولو او ملاتړ په پام کې نیولو سره یو شمېر مراتب منظور شوي دي.
-
د فلسطین ملاتړو په میشیګان کې د کاملا هریس ویناغوڅه کړه
Oct 28, 2024 09:51د امریکا یوه فعال سره دنورو لسګونو ملګرو دامریکا د ولسمشرۍ د ډیموکراټانو د کاندیدې کاملا هریس د وینا په وخت په غزې کې د صهیونیسټي رژیم دنسل وژنې دجنګ د ختمولو غوښتو سره وینا غوڅه کړه.
-
د پاکستان په کورمې کې د وړو ټریلر له چور کولو وروسته د ترهه ګرو د ایف دوه ماموران هم ووژل شول
Oct 28, 2024 09:36د چارخیلو سیمې ورانکارو پرون ناوخته په داسې حال کې چې په جومات کې ئې د جمې لمونځ ادا کړ ،د جمې امام په ماښام لمانځه پسې خلکو ته د یوې فتوا په ورکولو سره اعلان وکړچې له لمانځه فوري وروسته هیڅوک کور ته لاړ نشي ، په لاره کې د پاراچنار د خلکو له وړو ډک یو ټریلر روان دی چې باید چور شي.نو دخدای په بارګاه کې په جمې سره له سجدو وروسته د الله اکبر په شعار سره د پاراچنار د خلکو لپاره د وړو ډک ټریلر په یوهیړ چور کړ او کابو اوه سوه څلویښت بورئ ئې له ځانه سره یوړی .
-
د کرکټ په سياليو کې د افغان ابداليانو A ټیم آسیائي اتلوالي وګټله
Oct 28, 2024 08:40په درستې نړۍ کې اوسیدونکو افغانانو او ټولو پښتنو هم په دې اړه خوښي ښودلې او دافغانستان سپورټي ټولنې ته ئې د زړه له کومې مبارکي وئيلې ده.
-
د اسرائیلو د تیریو په وړاندې د ایران د اهل سنتو عالمانو غبرګون: د امریکاملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټ رژیم د سرکشۍ سبب دی
Oct 28, 2024 10:40د ایران اهل سنتو عالمانو په ایران د صهیونیسټي رژیم د تیریو په غبرګون کښې وویل: د امریکا ملاتړ په سیمه کښې د صهیونیسټي رژیم د سرکشۍ سبب دی.