د لمر په حضور کښې
د کوچني اختر په ورځ د ایران له چارواکو او د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره کتنه
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د وړوکي اختر په ورځ د ایران د اسلامي جمهوري نظام له مسئولانو او د اسلامي هیوادونو له سفیرانو سره وکتل. په دې ننني پروګرام کښېپه یاده کتنه کښې د معظم رهبر څرګندونې جاجوو
د ایران د اسلامي انقلاب معظم رهبر تیره دوشنبه، د وري د میاشتې په یوولسمه نیټه چې د کوچني اختر ورځ وه، د ایران د اسلامي جمهوریت د نظام له یوشمیر چارواکو، د اسلامي هیوادونو له سفیرانو او د مختلفو پرګنو له یوه ډله خلکو سره وکتل.
معظم رهبر خپلې خبرې، اسلامي امت او د ایران ولس ته د نیکمرغه وړوکي اختر په مبارکۍ ورکولو سره پیل کړې او ویې فرمایل:
«په حقیقت کښې اسلامي نړۍ نن سبا داسې ټکیو ته اړتیا لري چې هغوي په خپلو کښې وصل او متّصل کړي او له هغو څخه یو فعال او کارنده واحد جوړ کړي. وړوکی اختر یو له دغو ټکیو څخه دی. په هغه دعا کښې چې مونږ یې د عیدِ فطر د لمونځ په قنوت کښې لولو، چې «وَ لِمُحَمَّدٍ صَلَّى اللَهُ عَلَیهِ وَ آلِهِ [ذُخراً] وَ شَرَفاً وَ [کَرامَتاً وَ] مَزیداً» دا د مزید جمله ډیره ژوره او له معنا ډکه ده، یعنې دا وړوکی اختر د دې لامل دی چې د اسلام عزت او د رسول اکرم عزت ورځ په ورځ زیات شي، د هغه دین او تګلاره یې، چې د انسانیت مخې ته پرته ده، ورځ تر بلې پراختیا ومومي او زیاتوالی پيدا کړي. د فطرکوچنی اختر دا ډول خصوصیت لري. دا کار به کله وشي؟
په کوم عیدِ فطر کښې چې خلک د یو بل ترڅنګ را نه شي، تضرع ونه کړي، له خدای سره خبرې ونه کړي او اجتماع جوړه نه کړي، دا ځانګړتیا نه لري. عیدِ فطر مونږ جوړوو. مونږ [هغه] د اسلام او مسلمانانو لپاره د شرف او مزید او برکت په توګه ګرځوو، زمونږ په خپل کړچار سره، په هغو حرکاتو سره چې ترسره کوو یې. که په اسلامي امت کښې اتحاد موجود وي، همت موجود وي او بصیرت موجود وي نو عیدِ فطربه په حقیقي معنا مزید شي.
د ایران د اسلامي انقلاب ستر لارښود خپلو څرګندونو په دوام کښې په سیمې او نړۍ کښې پرله پسې او چټکو پیښو ته اشاره وکړه او ویې فرمایل:
نن سبا په نړۍ کښې ډول ډول پیښې په ډیرې چټکتیا سره رامینځته کیږي، هم زمونږ په سیمه کښې او هم د دنیا په نورو سیمو کښې. د پیښو د دغه ګړندیتوب تقاضا ده چې هغه ټول کسان چې ځانونه د دنیا په پیښو کښې لاس لرونکي ګڼي یا یې له دغو پيښو اغیزمن ګڼي، په چټکۍ او په دقت سره یادې پيښې تعقیب کړي او خپل موقعیت دې څرګند کړي، نن دا د اسلامي حکومت دنده ده. اسلامي حکومتونه دې د خپلو ولسونو په هکله، د خپلو دوستانو په اړه، د خپلو دښمنانو په هکله او د هغو پیښو په اړه چې ورته پیښې شوې دي او یا ورته پيښیدونکې دي، په ځیر سره فکر وکړي. اسلامي نړۍ یوه ستره نړۍ ده. مونږ مسلمانان هم نفوس ډیر لرو، هم د دنیا په جغرافیا کښې په یوې حساسې سیمې کښې یو، هم د دنیا د طبیعي پانګې له نظره د نړۍ د شتمنو هیوادونو او ټولګیو برخه دي؛ که اسلامي نړۍ وغواړي چې له دې حساسو موقعیتونو ګټه پورته کړي نو یو بنیادي اقدام ته اړتیا لري او هغه، اتحاد دی، د اسلامي دنیا اتحاد.
معظم رهبر «د اسلامي دنیا د اتحاد» په هکله زیاته کړه:
اتحاد په دې معنا نه دی چې حکومتونه دې یو شي، معنا یې دا نه ده چې په ټولو سیاسي ګروهنو کښې دې یو شان فکر وکړي. بلکې د اسلامي دنیا د اتحاد او یووالي معنا دا ده چې په اوله درجه کښې، ګډې ګټې وپیژني، په اوله درجه کښې دې ومني چې ګډې ګټې څه دي. خپلې ګټې داسې تعریف نه کړو چې په خپل مینځ کښې مو د اختلاف او جګړې لامل شي. د اسلامي نړۍ کورنۍ، یوه کورنۍ ده، یوه ټولګه ده. اسلامي هیوادونو ته په دې غور پکار دی چې په دې لاره تګ وکړي. د ایران اسلامي جمهوریت خپل لاس د ټولو اسلامي حکومتونو په لور اوږد کړی دی، ځان د هغوي ورور ګڼي. ځان له هغوي سره په یوې کُلّي او اساسي جبهه کښې ګڼي. په خپلو کښې ملګرتیا وکړو، په ګډه فکر وکړو، د اسلامي انیا اتحاد وساتو، په هغه بڼه کښې تیري ګر او ظالم قدرتونه او زورویونکي قدرتونه به ونه توانیږي چې په اسلامي نړۍ تیری وکړي، بدماشي وکړي، کلنګ وغواړي. نن سبا په خواشینۍ سره کلنګ غوښتنه د قدرتونو ترمینځ یو رایج او دود کار ګرځیدلی دی. ستر قدرتونه د کمزورو هیوادنو، حکومتونو او ولسونو څخه کلنګ غواړي، دا خبره په ډاګه هم کوي. باید پرې نږدو چې اسلامي نړۍ د امریکې او د هغې په شان هیوادونو له کلنګ غوښتنې سره مخامخ شي.
د اسلامي انقلاب معظم رهبر حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د اسلامي نړۍ د یوې برخې ژوبلیدو ته په اشارې سره وفرمایل:
د مظلومانو د حق دفاع کوو. نن سبا د اسلامي دنیا یوه برخه سخته زخمي شوې ده، فلسطین ټپي دی، لبنان زخمي دی. کوم جنایتونه چې په دې سیمه کښې وشول، ځینې یې بې مخینې دي، کوم تاریخ چې مو لیدلی دی یا مو لوستی دی، چې له دوو کلونو په کمه موده کښې کابو شل زره ماشومان په یوې پوځي نښتې کښې ووژل شي! دا ټوقې نه دي، دا دې اسلامي دنیا وویني، و دې پیژنې، پرې پوه دې شي، د فلسطین د خلکو په کړاو ورنځیږي او ځانونه دې ذمه وار وګڼي.
که اسلامي نړۍ لاسونه سره ورکړي نو کوې شي،،، جنګ او پوځي نښتې ته هم ضرورت نه لري، هم دومره چې اتحاد او اتفاق او یوزړه توب وي، د اسلامي حکومتونو ترمینځ غږملتیا وي نو نور به لاس پښه نه خطا کوي. هیله لرم چې متعال خدای دا کوچنۍ اختر د ټول اسلامي امت لپاره مبارک وګرځوي او د اسلامي هیوادونو چارواکو ته دا همت، دا انګیزه او دا خوځښت ورکړي چې وکړې شي په حقیقي معنا اسلامي امت جوړ کړي.
د یادونې وړ ده چې د اسلامي انقلاب ستر لارښود حضرت آیت الله العظمی سید علي خامنه اي د وړوکي اختر د لمانځه په خطبو کښې د تهران په مصلا کښې د زرګونو لمونځ ګزارو په شتون کښې چې له دغې کتنې څو ساعته مخکښې وشه، په لویدیځې آسیا کښې موجود یوازنی نیابتي ځواک، صهیونیسټي رژیم وباله او په دې هکله یې وفرمایل: په هغو سیاسي څرګندونو کښې چې لویدیځوال یې کوه، په کراتو اوریدل شوي دي چې د نیابتي ځواکونو نوم اخلي، د سیمې باتور او میړنې ولسونه، د سیمې غیرتي ځوانان په نیابتي والي تورنومي. زه دا ویل غواړم چې په دې سیمه کښې یوازې یوه نیابتي ډله شته او هغه فاسد او غاصب صهیونیسټي رژيم دی. صهیونیسټي رژيم د استعمارګرو په نیابت اور بلوي، بمبارۍ کوي، نسل وژنه کوي، جنایت کوي او که په وس یې پوره وي نو په نورو هیوادونو هم تیر کوي، لکه څنګه چې نن سبا په سوریې باندې تیری کوي. د سوریې خاورې ته ننوځي، تر دمشق تر څو کیلومیتره هم مخته تلی دی، دا کار د استعمارګرو په نیابت او استازیتوب کوي، د هغو ټولو کسانو چې له دویم نړیوال جنګ وروسته یې په دې سیمې لاس کښیښوده او دا سیمه یې دې حالت ته راورسوله، اوس صهیونیسټي رژيم د هغوي په نیابت، د هغوي دغه کار مخ ته بیايي او بشپړوي یې.
دوي په هم دغو ویناو کښې د صهیونیسټي رژیم ځینو جنایتونو او وژلو ته په اشارې سره ټینګار وکړ چې له فلسطین څخه د دغه رژیم جرړه باید ووځي او د دې کار لپاره هلې ځلې یوه دنده او مکلفیت دی، هم دیني دنده ده، هم اخلاقي دنده او هم انساني دنده ده. ټول دنده لري چې په دې لاره کښې کار وکړي، هڅه وکړي، لپاره د دې چې دغه شررات کونکی او جنایتکاره رژیم له دې سیمې ختم کړي. ټول دې پوه شي! زمونږ دریځونه هم هغه دریځونه وو، د امریکې او صهیونیسټي رژيم دښمن هم، همهغه پخوانی ده. ګواښ کوي چې شرارت به وکړي. البته مونږ ډیر ډاډه نه یو او ډیر احتمال نه ورکوو چې له بهر څخه کوم شرارت وشي، خو که کو م شرارت کیږي، خامخا به سخت ځوابي ګوزار وخوري. او که په دې فکر کښې وي چې په هیواد کښې دننه فتنه واچوي لکه په تیرو څو کلونو کښې یې چې واچوله، ځواب به یې خپله د ایران ولس ورکړي، همهغه شان چې مخکښې یې ورکړی دی.
*/*/*/*/
Translated by: Abdul Majid Durrani