عبري رسنۍ؛ غزه د اسرائیلي پوځ لپاره په ویتنام بدله شوې
https://parstoday.ir/ps/news/west_asia-i159546-عبري_رسنۍ_غزه_د_اسرائیلي_پوځ_لپاره_په_ویتنام_بدله_شوې
د غزې تړانګه د اسرائیل پوځ لپاره سوکه سوکه په  یوه ویتنام بدلیږي، ځکه ټولو ته معلومه ده چې له یو نیم کال جګړې وروسته، د بندیانو بیرته ګرځولو او د حماس د له مینځه وړلو دوې اصلي موخې نه دي پوره شوي.
(last modified 2025-05-01T00:56:19+00:00 )
May 01, 2025 05:22 Asia/Kabul
  • عبري رسنۍ؛ غزه د اسرائیلي پوځ لپاره په ویتنام بدله شوې

د غزې تړانګه د اسرائیل پوځ لپاره سوکه سوکه په  یوه ویتنام بدلیږي، ځکه ټولو ته معلومه ده چې له یو نیم کال جګړې وروسته، د بندیانو بیرته ګرځولو او د حماس د له مینځه وړلو دوې اصلي موخې نه دي پوره شوي.

  تسنیم خبري اژانس   راپورورکوي، عبری ژبې  معاریو ورځپاڼې په یوه یادښت کې منلې، چې د غزې پر تړانګه د جګړې له  پیله یو نیم کال وروسته، نه اسیران بیرته ګرځول شوي  او نه مو هم حماس له مینځه وړی، په داسې حال کې چې د اسرائیلو کابینه د دغې ناکامۍ د دلیل په اړه هیڅ ځواب نه لري.

د دغه یادښت لیکوال آورایم ګانور مني، چې اوسمهال داسې ښکاري،  د اسرائیلو پوځ جګړه په غزه کې د بل ویتنام په لور روانه ده.

 د لیکوال په دغه یاددښت کې لیکل شوي دي،تېره اوونۍ، مونږ د چریکي جګړې نښې ولیدلې، چې د څو اسرائیلي عسکرو په وژل کېدو او د نورو په ټپي کېدو سره مل وې.

هغه زیاتوي: امریکایانو له ۱۹۵۵ څخه تر ۱۹۷۵ پورې شل کاله وخت او له ۵۸ زرو څخه زیاتو وژل شویو ته اړتیا درلوده،  څو پوهه شي چې دوی په یوې  ناکامې جګړې کې ښکېل دي.

د ویتنام جګړې، چې کابو  ۴ میلیونه کسان پکې  وژل شوي، د ویت‌کنګ چریکي جګړې په وړاندې د امریکا د پرمختللي ټکنالوژۍ او ځواک سره سره ئې، هیڅ ځواب نه درلود.

لیکوال وايي: د ویت‌کنګ  جګړې او د حماس  د اسرائیلو پر وړاندې د جګړې ترمینځ لوی ورته‌والی شته. که څه هم اوسنی حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر ۶  نیټې حماس نه دی او نور د لسګونو زرو راکټونو او جنگيالو وړتیا نه لري، خو حماس  اوس  په زرګونو نوي،  انگیزه لرونکی  جنگيالي جذب کړي، چې د اسرائیلو د شاتګ لپاره یوازینۍ لار چریکي جګړه ده.

هغه زیاتوي: دا چریکي جګړه، چې اوس خپل اوج ته رسېدلې، د اسیرانو پر برخلیک ژور او اندیښمنوونکی اغېز لري. حماس د سلګونو سرنګونو  او ګارو  په کارولو، چې اسرائیلي پوځ  لا نه دي موندلي، جګړه پرمخ وړي