قطر دې له افغان کډوالو او چاپېریالي بحرانونو سره مرستې وکړي
په راپور کې وئيل شوي دي، په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د ویستلو لویه څپه افغانستان له وروستیو کلونو راهیسې له یوه سخت بشري بحران سره مخ کړی، د طالبانو سرپرست حکومت له قطر غوښتي، چې د کډوالو لپاره د لومړنیو مرستو په برابرولو کې دې فعاله ونډه واخلي.
زمونږخبریال د صدای افغان خبری آژانس له قوله راپور راکړی، د افغانستان د طالبانو د سرپرست حکومت چارواکو له قطري استازو سره په کتنه کې د کډوالو بحران او آب و هوا او موسمي بدلونونو سره د ملګرتیا د پراخولو غوښتنه وکړه.
په راپور کې وئيل شوي دي، په داسې حال کې چې د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغان کډوالو د ویستلو لویه څپه افغانستان له وروستیو کلونو راهیسې له یوه سخت بشري بحران سره مخ کړی، د طالبانو سرپرست حکومت له قطر غوښتي، چې د کډوالو لپاره د لومړنیو مرستو په برابرولو کې دې فعاله ونډه واخلي.
د افغانستان د اقتصادي چارو سرپرست وزیر او د کډوالو لپاره د مرستو د جلب کمیټې مشر دین محمد حنیف د ؛القطر خیریه موسسې له مشر سره په کتنه کې د بیړنیو مرستو، طبي خدمتونو، سرپناه جوړولو او د کډوالو په ښارګوټو کې د اساسي بیخ بینائيو د جوړولو د چټکتیا غوښتنه وکړه.
د القطر موسسې مشر ژمنه وکړه، چې د کډوالو لومړنیو اړتیاوو، لکه د کورونو، جوماتونو، د اوبو د رسولو چینلونو او روغتیايي خدمتونو په برابرولو کې به ملګرتیا دوام ورکړي.
په ورته وخت کې، د طالبانو د چاپېریال ساتنې د ادارې مشر مطیعالحق خالص او په کابل کې د قطر سفارت سلایار مردف علی القاشوطي د چاپيریالي بدلونونو پر وړاندې د ملګرتیا پر اړتیا ټینګار وکړ. د کابل چارواکو له دوحې غوښتي، چې د نړیوالو غونډو په اسانولو او د پوهې او امکاناتو په لېږد سره دې د چاپېریال ساتنې په برخه کې مرسته وکړي.
د قطر استازي ژمنه وکړه، چې دوحه به د کابل تر څنګ وي او د افغانانو غږ به نړیوالو غونډو ته ورسوي.